د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
57 لنډۍ موندل شوې
چ

چې پېغله لور يې په کاله وي
د هغه کور سابه جواری مزه کوينه

چ

چې څانګه ماته شي ګل وچ شي
زولفې چې ماتې شي لا وسپړي ګلونه

چ

چې څوك له خپله ځانه دروندوي
ټولې دنياته ددراندۀ ګومان كوينه

چ

چې چېرته ته وای هلته زه وای
نصيب تقدير مې له تا لرې ګرځوينه

چ

چې ژوندون وي جانان به راشي
چې ژوندون نه وي بيابه نه وي ديدنونه

چ

چې کله کله راپه ياد شې
دېوال ته کېنم ځانته غلی وژاړمه

چ

چې کلي واله مې ګڼلې
ځکه مې سوال د سپينې خولې درته کاونه

چ

چې یوړم یوړم اوبو یوړم
چې بې ګودره ګډېدم اوبو به وړمه

چ

چېرته عاشق سړی ولاړ دی
ساړه ساړه اسويلي کړي باد يې راوړينه