د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
57 لنډۍ موندل شوې
چ

چې سر زما وي څنګل ستا وي
مزه به دا وي چې ويده د عمر شمه

چ

چې سور پرتوګ دې وکړو
نور يې زمونږ دکلي منع کړه چې مرمه

چ

چې سپينه خوله ورسره نه وي
په تش ديدن مې کله زړه طاقت کوينه

چ

چې سړی هر څومره پښتون شي
زړه چې مئين شي پښتو ټوله ترېنه ځينه

چ

چې عاشقي يې کړې نه وي
د پادې خر دی سبا ځي بېگا راځينه

چ

چې عاشقي يې کړې نه وي
هغه به څنگه د ايمان دعوه کوينه

چ

چې فکر بند په زولنو کړم
چې رانه خلاص شي برابر جانان له ځينه

چ

چې قسم وخورم بيائې مات کړم
مينې د يار وعده خلاف د جهان کړمه

چ

چې ما او تا سره جدا يوو
په اور دې وسوزي د دواړ قسمتونه

چ

چې ماز د يګر شی زړه مې ښه شی
په ګودر حوړ شی د منګيو کتارونه

چ

چې مازد يګر شی عاشقان ژاړی
چټه له خياله منګی وړی په ګودرونه

چ

چې مازديګر شي ښکته لمر شي
په چا اختر شي څوک د غم نارې وهينه

چ

چې مازديګرشي زړه مې ښه شي
په ګودرجوړشي د منګيوقطارونه

چ

چې مسافر جانان رانغى
که جهان ډک له اخترو شي څه به يې کړمه

چ

چې مې د تورو سترګو وار و
د چا به کار و چابه هسې غږ کوونه

چ

چې مې په جېب کې دولت ډېر و
خپل مې لا څه چې د پردو خپل شوی وم

چ

چې هديره باندې تيرېږې
زما مزار ته مخ راواړوه مينه

چ

چې وعده وکړې پوره يې نکړي
ژبه يې پرې کړې چې وعدې پرې نه کوينه

چ

چې وي پښتون اوپښتونكړي
داسې كسانوته به ګورې كړنګونه

چ

چې يوړم يوړم اوبو يوړم
چې بې ګودره ګډ يدم اوبو به وړمه

چ

چې په مرض مې نه پوهېږې
طبيبه مه ګوه زما د لاس رګونه

چ

چې په ژوندون مې په کار نشوئ
که مې د قبر مجناور شې څه دې کړمه

چ

چې په ښايست مې خفه کيږې
نور به د ځمکې خوب کوم چې ژېړه شمه

چ

چې پېغله لور يې په کاله وي
پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه