پښتو لنډۍ
د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې
2267 لنډۍد لومړۍ مسرې د پیل توری وټاکئ
چا يې پلو ليدلی نه و
اوس د تورخم په سرک ځي سرتور سرونه
چاته حال ویلی نه شم
زه د دنیا له ژونده تا ویستلی یمه
چارګل په پزه ښه ښکاريږي
په پيته پزه د چارګل خندا راځينه
چراغ چې بل شي آخر مړ شي
زړه چې مين شي هميشه لمبې کوينه
چرګه مرۍ کې ناسور شه
زه د ليلا غېږې ته اوس راغلی يمه
چنار به ولې سر لوړ نه کا
چې جنکۍ ورلاندې سترګې توروينه
چي په ښایست مي خفه کیږي.
نور به د ځمکي خوب کوم چي زیړه شمه.
چې اوچکان ساتلۍ نشې
د پنډوری لوری څشته دی کونه
چې بلبلان پرې خفه کيږي
خزانه تا په باغ کې څه موندلي دينه
چې تاته ګورم ژړا راشي
چې ځانته ګورم په ما لا ډير دي غمونه
چې توره نکړې نو به څه کړې
چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه
چې تورو خاورو ته مي سپاري
په خولې مې کېږده د سورکو شونډو سرونه
چې جنازه مي روانيږي
پاس په کفن باندې مې وشينده ګلونه
چې خط مې وايي ورته ژاړه
ماچې ليکه ورته مې ډېرژړلې دينه
چې خوله دی راکړه په خندا شوی
زه دی له خولې نه په خندا خوشحاله شومه
چې خويندې کښېنې ورونه ستايي
چې ورونه کښېنې خويندې بل ته ورکوينه
چې د ديدن نصيب يې نه وي
په يوه کوڅه کې سره وړاندې وروسته شينه
چې د پښتون د توری شرنګ شي
د جنګ ميدان کې غليم لاره ورکوينه
چې دواړه لاسه مې ترې تاوکړل
شپه د جمعې وه په ايمان وويريدمه
چې رامداد خان دې وويشتلو
نامرده نکړي پښتانه داسې کارونه
چې راپسې نشې قرانه
زه د جانان لپاره لاس درباندې ږدمه
چې سا مې اوځي رانږدې شه
په دواړو سترګو راته کيده سره لاسونه
چې سترگې تورې کړم شرميږم
چې شونډي سرې کړم غمازان مې نه پرېږدينه
چې سر زما وي څنګل ستا وي
د هغه وخت په انتظار يم رابه شينه
لنډۍ ونه موندل شوه. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.