د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
19 لنډۍ موندل شوې
څ

څانګه به نن سبا کې ګل شي
ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلي دينه

څ

څراغ چې بل شي آخر مړ شي
زړه چې مين شي هميشه لمبې کوينه

څ

څنګه د ورايه په خندا شوې
لکه چې غم دې د زړه ټول هېر کړی وينه

څ

څنګه دروالوزم جانانه
زما وزرې بېلتانه سېزلي دينه

څ

څنګه نرۍ يې لکه لښته
مور دې ړنده شه چې په تا اوبه راوړينه

څ

څنګه په سپينه جامه ګرځې
رب دې مئين کړه چې خيرن دې ووينمه

څ

څنگ ته مې مه راځه جانانه
سبا به بوی د لونگين درڅخه ځينه

څ

څوک د واده په ارمان دینه
چاته په کور کې شاه بلبلې ناستې دینه

څ

څوک محلونو کې اوسیږي
څوک د ناکامه په کیږدۍ کې ژوند کوینه

څ

څوک مې د حاله خبر نه دی
لکه چنار مې په ډډ اور ولګېدنه

څ

څوک په رضا له ملکه نه ځي
يا ډېر غريب شي يا د يار له غمه ځينه

څ

څوک په رضا له ملکه نه ځي
يا ډير غريب شي يا د يار له غمه ځينه

څ

څوک په ټوډي موټر کې ګرځي
څوک د کرې لپاره بل ته سوال کوینه

څ

څوک چې د يار په غېږ کې پروت وي
په نورو خلکو د ړندو ګومان کوينه

څ

څوک چې د ښکلو وفا غواړي
ماته کيسه د صنوبر راياده شينه

څ

څوک چې عاشق شي ملامت شي
د ملامتو مرستې هيڅ څوک نه کوينه

څ

څوک چې په شنو سترګو مين شي
پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه

څ

څوک چې په چا باندې مين شي
هغه غمجن شي د هر چا د خندا شينه

څ

څوک یې مړوند باندې اوده شي
څوک یې د یو نظر کتو په ارمان وینه