د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
7 لنډۍ موندل شوې
ځ

ځان د وطن په شمع سيزه
چې پتنګان دې د زيارت طواف کوينه

ځ

ځان دوطن جنګ کې شهيد کړه
چې جنازه دی د آسمان پرښتې(ملکې) وړينه

ځ

ځان دې زما په ديدن موړ کړه
بيا به مخ په سپين کفن کې پټوينه

ځ

ځان يې زړو جامو کې جوړ کړو
لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه

ځ

ځان په ازغوباندې سوری كړه
كه چېرې غواړې ديارغېږه كې خوبونه

ځ

ځای د داغلو په کې نشته
جانانه څله داغوې داغلي زړونه

ځ

ځلمي ولاړ توری تر ملا دي
غزاله ځي پر خپل وطن سر ورکوينه