د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
757 لنډۍ موندل شوې
پ

پرمخ يې سپينې روپۍ زانګي
نجلۍ پۀ څڼولاس وهي يارله ورځينه

پ

پرمخ يې پرخه دخولو ده
لکه شبنم چې دسهارپۀ ګلووينه

پ

پرمخ يې پشم دخولودی
خلک ګومان دمرغلروپرې کوينه

پ

پرمسافرمې زړۀ خوږېږي
زمالالی دی مسافرمحتاج بۀ وينه

پ

پرمسافرومې زړۀ نه سو
اوس مې پرې سوځي چې مې يار مسافرشونه

پ

پرملانرۍ پۀ رنګ ژړۍ ده
موريې دژېړې غواشودې ورکړې دينه

پ

پرمورچل نېغ ورځه ټيټ نۀ شې
ښايسته ځلمی له مرګه څنګ نۀ کړي مينه

پ

پرمورچل هغه ځلمی خېژي
چې يا مين وي يايې پېغله ناسته وينه

پ

پرموزيګي مې پېرزونۀ شې
دخاوروخټ شې چې دعادرته کومه

پ

پرمولوي مې سلام وايه
زماجانان له کتاب خلاص کړه چې راځينه

پ

پرمين مه کړئ ملامته
چې خدای مين شوپيغمبريې پيداکنه

پ

پرمېږتون باندې مې شپه وای
يارراسره وای زۀ بۀ تل خوشاله ومه

پ

پرناقابل طبيب مې مخ شو
خوږ مې دزړۀ دارو دسترګوراکوينه

پ

پرنيموشپودسپوغپاشوه
پۀ باوري يارمې باوردی رابۀ شينه

پ

پرنړېدلوقبروراغلم
ځوانان پراتۀ دي دديدن درخواست کوينه

پ

پرهدېره دمړوراغلم
ماويل سلام ياروې سلام نه قبلومه

پ

پرهدېره دمړوراغلم
وژلي خدای وؤ غږيې ماته نه کاونه

پ

پرهدېره راشه زرګره
ځوانان بۀ ګوتې جوړوي نجونې ششتونه

پ

پرهر پرهر په توره راشې
چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه

پ

پرهرچاخپل وطن کشمير دی
ماته وطن کې چې ته نۀ يې تنورشينه

پ

پرهرچاخپل وطن کشميردی
ماته کشميردي دجانان دوطن غرونه

پ

پرهغه يارمې سلام وايه
چې دماښام ډوډۍ داوښکوسره خورينه

پ

پرهندوستان خوشاله ګرځه
ترله دې خپله پۀ نامۀ دې ناسته يمه

پ

پرهندوستان خوشاله ګرځه
زۀ بۀ داتورې سترګې ستا پۀ نام ناسته يمه