د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
757 لنډۍ موندل شوې
پ

پرلوړه مه کېنه مينه
ځان بۀ رسواکړې مابۀ ورک کړې لۀ وطنه

پ

پرلوړه مه ګرځه کوترې
بازدې رنځورکړدزړۀ ويني تويوينه

پ

پرلوړه وخېژه څاروکه
چې دپردېسوکډې چېرې اړوينه

پ

پرلوړوغرو درپسې ګرځم
نۀ مې ديدن شي نۀ مې لږشول غمونه

پ

پرلوړوغروبۀ سره خېژو
پۀ زنګنوبۀ ژېړګلونه ماتونه

پ

پرمادمهرنظروکړه
سنګ فارس بدن مې خاورې اېرې شونه

پ

پرمادې زرښندلي نۀ دي
چې دڅراغ پۀ رڼاغواړې ديدنونه

پ

پرمادې ځوانه ځواني اورکړه
پرتادې اورشي دځوانانومجلسونه

پ

پرمادې کلی ګوماني کړ
ناترسې مه خوره دمنګي لاندې څرخونه

پ

پرمارڼاورځ توره شپه ده
چې رانه پټ شي ستادسپين مخ ديدنونه

پ

پرمالابادددنيالګي
پريارمې پرېوتل دخاوروانبارونه

پ

پرماهغه ورځ داخترده
چې شيرين يارمې دډولۍ پۀ مخ کې ځينه

پ

پرمخ دې بيا سرخي پيداشوه
لکه پرواوره چې دوينوڅاڅکي وينه

پ

پرمخ دې څاڅکی دباران دی
ماخوګومان دمرغلروپرې کاونه

پ

پرمخ مې اوښکې دغم راغلې
داشناغم پرمخ څپېړې راکوينه

پ

پرمخ مې سرې اوښکې بهېږي
دسروياقوتومهماني اشناته وړمه

پ

پرمخ مې سېل داوښکو راغی
دزړګي صبربۀ مې يوسې څۀ بۀ کړمه

پ

پرمخ مې مه وهه ظالمه
دژړاډکې سترګې چاته واړومه

پ

پرمخ مې وروژبه راکاږه
مخ مې تنکی دی ستالۀ ژبې سره ځينه

پ

پرمخ مې پشم دخولودی
نۀ پرې پوهېږم چې خولې دي که ګلونه

پ

پرمخ مې ډېرې اوښکې راغلې
دپخواني اشنا رويبارمې وليدنه

پ

پرمخ مې ژرژر کفن خپور کئ
ناوخته کېږي اوس بۀ لوی سفرته ځمه

پ

پرمخ يې داسې پرهارکېږده
چې دمالت نجونې يې راشي پۀ پوښتنه

پ

پرمخ يې داسې پرهارکېږده
چې دغرمې خولې پرې ډنډ ولاړې وينه