پښتو لنډۍ
د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې
2267 لنډۍد لومړۍ مسرې د پیل توری وټاکئ
پرسينه يولالی ځايېږي
زۀ لونګين اومين دواړه ځايومه
پرسپين ميدان بۀ درسره يم
زۀ پښتنه لۀ تورو نۀ تښتم مينه
پرسپين هلک مينه شومه
مشريې کوم دی ننواتې بۀ ورځمه
پرسپينوتوروورګډېږه
ماپۀ همزولوپورې ډېرخندلي دينه
پرسپېروبد مه وايه مورې
سپېرې دې خاورې چې ګلونه شنۀ کوينه
پرشرع ټينګ دپاک حضرت شه
ورځ دمحشرشته شفاعت بۀ دې کوينه
پرعاشقانورحم وکړئ
پۀ نيموشپويې لۀ خولې خېژي فريادونه
پرعاشقانوزېری وشو
وصال پاچاشوبېلتون قېددعمرشونه
پرغټه وخېژه څاروکړه
چې دنيازمنوکډې ځي که اړوينه
پرلارې تلم مړاوی ګل پروت ؤ
مادځوانۍ لوبې پرې کړې تازه مې کنه
پرلارې تلې کږه وږه شوې
لۀ ډېره خياله دې ژېړګل وشرماونه
پرلارې راغلې مخ دې پټ کړ
دګلولښتې زۀ دې ونه پېژندمه
پرلارې سرې منګولې راغله
زړۀ يې دچاپۀ ګوتوراوړمړبۀ وينه
پرلارې ځم بدن مې رېږدي
رنځوره نۀ يم ديارغم مې رېږدوينه
پرلارې ځم سرمې زنګېږي
ماداشنادخولې ماجون خوړلي دينه
پرلارې ځم شاته ګورم
دابې وفاجانان بۀ کله ووينمه
پرلارې ځم شرنګامې خېژي
ستادتومت ځنځيرپۀ غاړه ګرځومه
پرلارې ځم ګوتې مې موښلي
زۀ داشناروغۍ راستۍ وهلې يمه
پرلارې ځم ګوره زنګېږم
ماداشنادخولې معجون خوړلي دينه
پرلارې ځمه نۀ پوهېږم
وړوکی يارپۀ سفرځي ماژړوينه
پرلارې ګوډه ګوډه راغله
دبخملي پڼويې تنګ دي بادامونه
پرلويوغروبۀ شمه پورته
که راښکاره شي داشنادکوربرجونه
پرلويوغرودجانان شورشو
ښکته لانده شول دلونګودرمندونه
پرلويوغرودخدای نظردی
پرسريې واورې اوروي
لنډۍ ونه موندل شوه. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.