د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
757 لنډۍ موندل شوې
پ

پرزړۀ مې ليک داشنانوم دی
داوبوغوړپ کولی نۀ شم وران بۀ شينه

پ

پرزړۀ مې مه وهه لاسونه
زړۀ مې زخمي دي خونړی بۀ شې مينه

پ

پرزړۀ مې ځای دداغونشته
داکبرجن اشنالانورپرې راکوينه

پ

پرزړۀ مې څۀ بلا تېرېږي
عالم ته روغه پۀ خنداولاړه يمه

پ

پرزړۀ مې ډنډدوينوجوړشو
پۀ لړمانۀ کې مې دوينوولې ځينه

پ

پرزړۀ مې ډېردي ارمانونه
پوره بۀ نۀ شي زۀ بۀ تورې خاورې شمه

پ

پرزړۀ ويشتلی بۀ جوړنۀ شي
کۀ دشکروورته جوړکړم ملهمونه

پ

پرزکندن بۀ مې ارمان شې
که درانکړۀ دسرکوشونډوسرونه

پ

پرزکندن دې ارمان مۀ شه
ترتابۀ ځارکړم دسرکوشونډوسرونه

پ

پرزکندن مې حاضر نۀ شوې
ترجنازې لاندې مې مۀ ځه مختورنه

پ

پرزکندن مې راحاضر شه
بياترقيامته پورې نشته ديدنونه

پ

پرزکندن مې راحاضر شه
پرخماروسترګومې ونيسه لاسونه

پ

پرزکندن مې راحاضر شه
چې دې مخ تصوير لحدوته يوسمه

پ

پرزکندن مې راحاضرشه
وروستی ديدن دی زۀ يې تاسره کومه

پ

پرزکندن مې راپخلاشه
چې ارمانجن مې ګورته کوز نۀ کړي مينه

پ

پرسربېرېږې راتلی نۀ شې
څوک چې ياري کړي سرپۀ لاس کې ګرځوينه

پ

پرسردې توره کاغۍ ګرځي
دجانان شپې ورځې نژدې دي رابۀ شينه

پ

پرسردې شال دی مخ دې مشال دی
داڅووم کال دی چې مين درباندې يمه

پ

پرسردې شال مخ دې مشال دی
نوم دې خوشال دی پۀ ديدن پسې دې مرمه

پ

پرسردې کوم جلات ولاړدی
چې دې زمالۀ يارۍ واخسته لاسونه

پ

پرسرمې سپين پړونی پروت دی
دننه زړۀ مې پۀ سرتورې ويرکوينه

پ

پرسرمې مه وهه لاليه
تورې کوڅۍ مې ددادا لۀ کوره دينه

پ

پرسفرتلې درجګه نۀ شوم
مادې خدای شله کړي پۀ دواړه زنګنونه

پ

پرسنګربياټکونه وشول
مېړۀ بۀ مري موزي بۀ بياکورته راځينه