د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
757 لنډۍ موندل شوې
پ

پردی وطن دی زړۀ مې تنګ دی
ماته رخصت راکړه چې خپل وطن ته ځمه

پ

پردی وطن پۀ هرچاغم وي
ماپۀ پردي وطن کرلي دي ګلونه

پ

پردېره ته راشه زرګره
هلکان ګوتې جوړوي نجونې ششتونه

پ

پردېس ځوانانو سره خوند کړي
چې جنکۍ په سفر ځي ارمان راځينه

پ

پردېسان ټوله راايله شوۀ
لالی رانغی واورې پرېوتې پرغرونه

پ

پردېسه وخته وغروته
سترګې يې څارکړي زړۀ يې غم غلطوينه

پ

پردېوال دوې کوترې ناستې
يوه کوکوکړي بله ځان سمبالوينه

پ

پردېوال مه ږده قدمونه
خلک پوهېږي بيابۀ وايې تومتونه

پ

پردېوال نيمه راښکاره شوې
پۀ نيمايې صورت مې اورولګېدنه

پ

پردېوال هسکه شه خولۀ راکړه
يوهمزولتياده بل مين درباندې يمه

پ

پرزړۀ بۀ لويۀ تيږه کېږدم
داستالۀ لورې بۀ يې ورو ورو صبرومه

پ

پرزړۀ سوری ترې کورته راغلم
دجانان بدمې پرلېمومنلي دينه

پ

پرزړۀ مې اور دګرګو بل دی
داوسيلوپرځای سکروټې تويومه

پ

پرزړۀ مې باردغم انباردی
هسې مخلوق ته پۀ خنداولاړه يمه

پ

پرزړۀ مې ته بانې مې نورې
کلي کې ګرځم ماشومان کرارومه

پ

پرزړۀ مې خاورې کوټنۍ شوې
اغزي پرې شنۀ شوۀ اوس مې خوب ته نۀ پرېږدينه

پ

پرزړۀ مې خښ دغم خنجر دی
چې مې رايادشي دليلا شينکي خالونه

پ

پرزړۀ مې ستادجفا غږ دی
پۀ تورلحدکې بۀ ښېرا درته کومه

پ

پرزړۀ مې سرې منګولې کېږده
کۀ دسرسام پۀ تبه پروت يم روغ بۀ شمه

پ

پرزړۀ مې شنه پيشو لګياده
وينه يې وڅکه اوس هډوکي شپېلوينه

پ

پرزړۀ مې شنې لوخړې راغلې
لکه پۀ شين اسمان چې ورېځ راغلې وينه

پ

پرزړۀ مې غبرګې ګوتې کېږده
چې غم پرما او که تا ډېردی مينه

پ

پرزړۀ مې غم سترګې مې ژاړي
باڼۀ ولاړ دي اوښکې غواړي رخصتونه

پ

پرزړۀ مې غم غم انبارانباردی
عمرمې خواردی چې لۀ ياره جدايمه