پښتو لنډۍ
د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې
2267 لنډۍد لومړۍ مسرې د پیل توری وټاکئ
پربېلتانۀ مې ځان شاګردکړ
مالاشروع پۀ کړې نۀ وه عاق يې کړمه
پرتوراوربل دې ږلۍ وشه
چې دسينې پرمخ دې وږي ټولومه
پرتورلحد مې سلام وايه
چې خاورې نۀ کړي دځوانانوبشرونه
پرتوروبدمه وايئ خلکو
بوراپۀ توره خوله ګلونه بويوينه
پرتوروخاوروسلام وايه
اشنامې ګل دی ګل بۀ نۀ خاورې کوينه
پرتوروسترګودې مين کړم
بيادې پۀ زلفوکې دعمربندي کړمه
پرتورياليو مې زړۀ سوځي
سباته جنګ دی توريالي ووړکي بۀ مرينه
پرتورپيکي دې خاورې واوړه
روغه نجلۍ وم لېونۍ دکړم مينه
پرتوپ خاتۀ راته اسان دي
ديارپۀ تش کتومې زړۀ ورېږدېدنه
پرتيرامه اوره بارانه
چې لمدوې دجنکو دسرشالونه
پرجنازه مې بيړه وکړئ
ناوخته کېږي نااشناوطن ته ځمه
پرجنازه مې تلواروکړئ
ناوخته کېږي داشناديدن ته ځمه
پرجهان ډېرغمونه شته دي
بې لۀ هجرانه ټول غمونه اسان دينه
پرحال مې مه کوه پوښتنه
لکه پردېس مړی زۀ پروت يم بې کفنه
پرحريري کاغذدپاسه
پۀ زرافشان قلم ليکم ديارغمونه
پرخوږ اشنامې سلام وايه
بياورته وايه چې مې هېرنۀ کړې مينه
پرخپل جانان مې زړۀ خوږېږي
چې پردښتو بۀ يادوي شينکي خالونه
پردالوی غرۀ وروختمه
نۀ مې غم کم شونۀ مې وکړۀ ديدنونه
پردنياتول دسړونشته
تول دپيسودی مسليان خانانوينه
پردنياسره وړانګه پرته ده
ليلا پۀ څڼوکې لاله ټومبلي دينه
پردنياغم کله ښادي وي
پرماهمېش دغم جنډې ولاړې دينه
پردنياډېرې خوشالۍ دي
بې لۀ وصاله نورې ټولې عبث دينه
پردنياښۀ راسره وکړه
پۀ اخرت کې دهرچاګوښې کورونه
پردين محکم دپاک حضرت شه
چې شفاعت دې دقيامت پۀ ورځ کوينه
لنډۍ ونه موندل شوه. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.