د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
757 لنډۍ موندل شوې
پ

پر ما دی ځان د انځر ګل کړ
بوی دی راځي ګل دی په سترګو نه وينمه

پ

پر ما هغه ورځ اختر ده
چې شیرین یار مې د ډولۍ په مخکې ځینه

پ

پر مورچل نيغ ورځه ټيټ نشې
ښايسته ځلمي له مرګه څنګ نکړي مينه

پ

پر چپرکټ راسره کېنه
پر صراحي غاړه مې واچوه لاسونه

پ

پر ګودر سپینه سینه اوري
په لاره تېر یدم و دې ویشتمه

پ

پر ګودر نښه راته کيږده
د ما زد يګر اوبو له ځم وا به يې خلمه

پ

پر ګودر نښه راته کېږده
د مازدیګر اوبو له ځمه وا به یې خلمه

پ

پر ګودر څه بلا لګيږی
چې کشر ورو يې بدرګه ورسره ځينه

پ

پر ګودر ګڼي ونی کیږده
چې شا ليلا منګی په سوری ډکو ينه

پ

پر ګودر ګڼې ونې کېږده
چې شا لیلا منګی په سیوري ډکوینه

پ

پراخندګل مې سلام وايه
زماجانان راته راپرېږده چې راځينه

پ

پرادې موريې سلام وايه
پرمېراتي بورجل مې وکرل ګلونه

پ

پراشناسپين کفن غوړېږي
پرماورېږي دسکروټو بارانونه

پ

پراوبۀ خوردې زلفې پرېولې
پرنري باد يې وچوې رنځوردې کړمه

پ

پراورخوهلته سړی سوزي
چې يومين وي بل پرواپرې نۀ کوينه

پ

پرايوب خان مې سلام وايه
دادی جانان مې کومکي درولېږنه

پ

پربام خوهسکه ټيټه کېږې
دزنې خال دې پۀ پرچال وسولاونه

پ

پربام دي شنې کوترې ناستې
زمادزړۀ کوتره نه شته مړه بۀ وينه

پ

پربام ولاړه يم زنګېږم
دخوبه نۀ يم ديارغم مې زنګوينه

پ

پربام ولاړه يې نازکې
مرګی دې هېر دی که دخوب نن زنګوينه

پ

پربام ولاړې هوادارې
مرګی دې هېردی پۀ اوربل وهې لاسونه

پ

پربل وطن مې نه لورېږې
کۀ دنوکرورسالې درپسې ځينه

پ

پربلۍ لوڅ مخ مه درېږه
سپوږمۍ شرمېږي مخ پۀ ورېځوپټوينه

پ

پربېلتانۀ بۀ روغه نۀ کړو
بېلتون ظالم دی مااوتاجداکوينه