د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
757 لنډۍ موندل شوې
پ

پښتون دجنګ پۀ ډګرمړشو
پښتنې نجونې يې پۀ وينوږدي خالونه

پ

پښتون پۀ توره کې پيدادی
پۀ توره لوی دی هم بۀ مړپۀ توره شينه

پ

پښتونستان کې غلغلې شوې
ځلميان ټولېږي پۀ وطن سرورکوينه

پ

پښتونستانه اباداوسې
څوچې پښتوپۀ دنياوي تابۀ ساتينه

پ

پښتوکوه که ته پښتون يې
ماپرپښتوباندې ګاللي دي غمونه

پ

پښتۍ مې ماتې شوی يارۍ کې
مورته بانه کړمه چې بريښ کوي مينه

پ

پښې پرې کرارږدئ خاورې نۀ دي
هغه ځلمي دي چې کاږۀ لۀ خياله تلنه

پ

پګړۍ کږه تړه جانانه
يو خو ښه ايسې بل ئې پيغلې خوښوينه

پ

پۀ احتياط پۀ رودګډېږه
يويې لۀ موره چېرې غرق نۀ شې مينه

پ

پۀ اخرت بۀ اجر غواړم
پردې فاني دنيامې تېرکړل زحمتونه

پ

پۀ اخرت بۀ اشناغواړم
دنيافاني ده لاس مې ونه رسيدنه

پ

پۀ اخرت بۀ جانان غواړم
پردې فاني دنيا يې رانۀ کړل لاسونه

پ

پۀ اخرت بۀ حسابېږي
نجلۍ دظلم نه ګېډۍ تړلې دينه

پ

پۀ اخرت بۀ ورته ګورم
نوی مين يم پۀ ديدن نۀ مړېږمه

پ

پۀ اخرت خوارشې ريباره
لېږلی ما وې بند دې ځان ته وتاړنه

پ

پۀ اخرت خوارشې غمازه
پۀ ايروپټ اوردې لاړۀ پرې ودې سومه

پ

پۀ اخرت چې خدای قاضي شي
زۀ بۀ لومړی عرض پرجانان باندې کومه

پ

پۀ اخرت چې خدای قاضي شي
زۀ بۀ دفتر دبې کسۍ وغوړومه

پ

پۀ اخرت چې خدای قاضي شي
زۀ بۀ کاغذ ستا دجفاوړاندې کومه

پ

پۀ اخرت کې بۀ دا وايم
چې ياررانۀ کړۀ دسرکو شونډوسرونه

پ

پۀ ازلي قلم مې بايلو
خوشې دعوه دبېلتانۀ سره کومه

پ

پۀ اسمان ځمکه کې غايب شوې
زما ورکه ياره ګوره تا پسې بۀ مرمه

پ

پۀ اسمانونو کې غوغاشوه
دمدينې سرداردخدای دربارته ځينه

پ

پۀ اسمانونوکې واوره نۀ شته
زماناښادزړګی واورې اوروينه