د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
757 لنډۍ موندل شوې
پ

پوښتۍ مۍ ماتۍ شوې يارۍ کې
مورته بانه کړم چې برېښ کوي مينه

پ

پيره کامله رارسېږه
بېړۍ شوه غرقه پۀ تخته ولاړه يمه

پ

پيزوان په کورمه کې جوړيږي
د پېښور زرګره مات دې زه لاسونه

پ

پيزوانه څومره بختور ئې
د ناز ميرمن دی سپور په شونډو ګرځوينه

پ

پيشتری پوخ کړه مامېلمه کړه
پۀ دې پلمه بۀ مشغولاسره کوونه

پ

پيغمبري ګل بۀ ترې جوړ شي
کۀ دې پۀ لنډه زنه ووهل خالونه

پ

پيغمبري ګل بۀ ترې جوړشي
کۀ پۀ لنډۍ زنه دې ووهل خالونه

پ

پټ بۀ دزړۀ دردونه تېر کړم
بې درده يارته بۀ ونه وايم حالونه

پ

پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم
پټې بۀ وينې لړمانۀ ته تېرومه

پ

پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم
چې مې پۀ درد ظالم خبر نۀ شي مينه

پ

پټ د ګودر په غاړه کينه
چې ياره پټ په پټ وکړو ديدنونه

پ

پټ مې پۀ زړۀ کې ډېر يادېږې
دچادمخه ښۀ راغلی نۀ درکومه

پ

پټ کرمونه درب ډېر دي
جانان ته وايه وارخطانۀ شې مينه

پ

پټکی دې کوږ په وريځو کېده
زه د همزولو په کتار کې ناسته يمه

پ

پټکی پر منځ دوروځو کېږده
وطن پردی دی چې ډاډه درسره ځمه

پ

پټکی پر منځ دوروځو کېږده
زۀ دهمزولو پۀ ټولۍ کې ناسته يمه

پ

پښتانۀ واړه سره يو دي
ورک دې نفاق شي چې بۀ دوی جلاکوينه

پ

پښتانۀ واړه شنه زمريان دي
چې ځای يې راشي پۀ سيالۍ تورې وهينه

پ

پښتنوبياخولۍ کږې کړې
پردښمنانوبۀ بيا جوړکي ناتارونه

پ

پښتنوخدای ته سرسرتورکئ
چې خپل کرم دننګيالي ملګری کړينه

پ

پښتنوسرومال قربان کړئ
چې خپله مېنه موپردۍ نۀ شي مينه

پ

پښتنې پېغلې خوشالي کا
چې ځلميان کاندي دانګرېزسره جنګونه

پ

پښتون بۀ ولې تورې نۀ کا
چې دمېړانې نوم يې تللی پۀ ملکونه

پ

پښتون د جنګ په ډګر مړ شو
پښتنې نجونې ئې په وينو ږدي خالونه