پښتو لنډۍ
د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې
2267 لنډۍد لومړۍ مسرې د پیل توری وټاکئ
په يارانه دې پويه نه شم
په جدايۍ دې لکه مالګه اوبه شومه
په پت کې تور مسلۍ ښه دی
بې پته يار که شاهزاده وي ورک دې شينه
په پتاسو دې اموخته کړم
اوس د جوارو ډوډۍ خوند نه راکوينه
په ځمکه ډير غمازان ډير دي
زه مې جانان هليکوپتر کې ګرځومه
په څه خفه په څه جدا شوې
اوس راته وايه چې توبه ترې اوباسمه
په چا د مینې امتحان وي
څوک په هجران کې د خپل ځان شپې تیروینه
په چهل ګزيانو دې وه خدايه
يائې زما کړې يائې خاورې کړې مينه
په ژړا هغه خلک ژاړي
چې د محفل ياران يې تورې خاورې شينه
په کشمالو کې مې حلال کړئ
چې جنازه مې ښاپيري اوچتوينه
په کوڅه تېر شوم ګناهګار شوم
شړنګار يې خيږي زولنې راته راوړينه
په کوژدن شوې مئين مه شې
ته به ولاړ يې دا به بل ته ودوينه
په کټ کې سمه شه ځای راکړه
لکه لړم په دېوالو رااوښتی يمه
په ګودر سور سالو ښکاره شو
ما وېل دا سپينو اوبو اور واخيست مينه
په ګودر سور سالو ښکاره شو
چاوې سالو دی وچاوې اور ولګيده
په ګودر سور سالو ښکاره شو
ما ويل په تورو اوبو اور ولګيدنه
په ګودر څه ټکه لو يدلی
چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه
په ګودر څه ټکه لويدلې
چې کشره خور ئې بدرګه ورسره ځينه
په گودر سور سالو ښکاره شو
ما ويل دې سپينو اوبو اور واخيست مينه
پورته بلۍ ته نظروکړه
دکشمالوپۀ څېرکږه ولاړه يمه
پورته دسين غاړه رانيسه
زۀ بۀ منګی پۀ لپوورو،وروډکومه
پورته زيارته رارسېږه
دسوات لۀ سره پۀ عرضې راغلې يمه
پورته پۀ ناوراپسې راشه
کۀ سپينه خولۀ خورې کۀ دپوڅوکنډکونه
پوره دې نۀ کړه خپله هوډه
پۀ نيمه لارکې دې زنګون ولګاونه
پورې کمرۀ کې زېړه ګله
يابۀ دې پرې کړم يا بۀ ځان وغورځومه
لنډۍ ونه موندل شوه. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.