د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
757 لنډۍ موندل شوې
پ

په غم کې ستانه کمه نه يم
لېونۍ نه يم چې به کلي خبرومه

پ

په غټو سترګو دې مين شوم
ځکه مې غټې غټې اوښکې په مخ ځينه

پ

په لاره تلې مخ دې راستون کړو
د ظالم لورې په ګولۍ دې وويشتمه

پ

په لاره تلې کږه وږه شوې
د ډېره خاله دې زېړ ګل وشرماونه

پ

په لوی ګودر دی څڼی پری ولی
په نری بادی يې وچوی مين دی کړمه

پ

په لویو غرو د خدای نظر وي
په سر یې واورې په لمن یې زیړ ګلونه

پ

په لښتي ټوپ کړه بيا راټوپ کړه
چې د اوربل روپۍ دې ګډې وډې کړمه

پ

په ما دې ټول کلی خبر کړ
په تا دې يو دا دا خبر دی زړه دې چوينه

پ

په ما دې ځوانه ځواني اور کړه
په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه

پ

په ما دې کړې څه بلا ده
چې دې د در خاورې په جېب کې ګرځومه

پ

په مخ دې شړک د زلفو راکړو
ځکه مې اوښکې د ملالو سترګو ځينه

پ

په مرک به دواړه سره مړه شو
ارمان مې دا دی چې به وړاندې وروسته شونه

پ

په مرګ به مرم پاتې به نشم
ګور ته به يوسم ستا رټلي ځوابونه

پ

په مرګ دې نه مري جانان خوږ دی
په رنځ دې پرېوزي چې پوښتنې له ی ورځمه

پ

په مرګي وران شې کمپيوټره
ځوانان زمونږ مينه پر تا باندې کوينه

پ

په مرگ به مړ راپسې نشې
دا لباسي اوښکې د هر چا په مخ ځينه

پ

په مسافرو مې زړه نه سوو
اوس مې پرې سيزې چې مې يار مسافر شونه

پ

په ناعلاجه مرض پروت يم
په اشنا دوه قدمه ګران دي نه راځينه

پ

په نيمه شپه دې بېرې راوړې
بېرې دې نه خورم ما توتان خوړلي دينه

پ

په نيمه شپه راشه جانانه
د زړه تمبې مې نيمکښو پرې ايښي دينه

پ

په وطن ننګ وکړه شهيد شه
تاريخ به ستا په ننګ ناموس فخر کوينه

پ

په وينو رنګ توره دی راوړه
رايشه په سرو شونډو ئې زه در پاکومه

پ

په وينو سور لکه ګلاب شه
پښتنې ناوې به دې تور اوربل کې ږدينه

پ

په يار مې ترخې زرغونې شوې
زه يې د ديدن په تمه يم چې رابه شينه