پښتو لنډۍ
د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې
2267 لنډۍد لومړۍ مسرې د پیل توری وټاکئ
پرېږده چې اوښکې مې بهېږي
مرګ مې ليدۀ جانان مې نۀ پخلاکاونه
پرېږده چې اوښکې مې بهېږي
باردغمونومې دزړۀ نه کموينه
پرېږده چې خاورې مې خوراک شي
دشيدوغړپ مې پۀ دېوال تو کړی دينه
پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي
په لامبوزن اشنا مې ډيره نازيدمه
پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي
پۀ لامبوزن اشنابۀ ډېره نازېدمه
پرېږده چې زۀ ذرې ذرې شم
چې پۀ نامردونازېدم وشرمېدمه
پرېږده چې سرو وينو کې رنګ شمه
د نيمې شپې له ديدن نه کراريدمه
پرېږده چې سپي مې غوښې وخوري
بې وفا ياره در په در دې لټومه
پرېږده چې غم زما پۀ سر وي
چې تل ياري دبې وفاخلکوکومه
پرېږده چې لوی ښامار مې وخوري
پۀ پاړوګر اشنامې ډېره نازېدمه
پرېږده چې څيرې ګريوان ګرځم
اخربۀ زړۀ راباندې وسوزې مينه
پرېږده چې څيرې ګرېوان ګرځم
دعاشقانوبرخې خوارې وي مينه
پسرلی بۀ ستالۀ کبره خوارشي
پۀ زرغونوجستودې مات کړۀ زېړګلونه
پسرلی راغئ ونې شنې شوې
زمادزړۀ ونې ږلۍ وهلې دينه
پسرلی راغئ ګلان ډېر شول
داوربل ګل بۀ خپل اشنالره وروړمه
پسرلی راغی ونې شنې شوې
زماناښادزړګوټی واورې اوروينه
پسرلی زما پۀ نيمه خواشو
زماپۀ شناختوپورې وتړئ ګلونه
پسرلی ښۀ باران يې بد دی
نجلۍ واښۀ کړي تور اوربل يې لمدوينه
پل صراط بۀ ورته نيسم
پۀ مرسلانوکې سرداردی رابۀ شينه
پل صراط بۀ ورته نيسم
پرمروراشنابۀ غېږ وګرځومه
پلار يې د بر کلي ملک دی
لور يې د کوز کلي منګي راډکوينه
پلودې ځان پسې راکاږې
زماګمان دې مېلمنې درباندې شونه
پلوه ستانه مې زړۀ بدشو
مخ ته مې راغلې ومې نه شول ديدنونه
پليته وسوه تېل تمام شول
اوس مخ راواړوه چې ستاپۀ رڼاشمه
لنډۍ ونه موندل شوه. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.