د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
757 لنډۍ موندل شوې
پ

پرچلم راغله کش يې ورکړ
لۀ جنجالي پېزوان يې شنې لوخړې ځينه

پ

پرچمن ستادراتلوغږ دی
ګل پۀ لړزه شوچې خزان ولګېدنه

پ

پرکتاب پروت جانانه ګوره
اوښکې مې توی شوې دکتاب پربياضونه

پ

پرکلاغنی راته مه ږده
دعاشقانولارې چانيولې دينه

پ

پرکلانيمه راښکاره شوه
پۀ نيمايې صورت مې اورولګېدنه

پ

پرکنډواوړې پناکېږې
داسورسالودې بادوهي ژړاراځينه

پ

پرکنډواوړې پناکېږې
پنادې مه شه دسالوسرۀ پلوونه

پ

پرکنډوښه شوې راښکاره شوې
چې ترې پناشوې سل کلن رنځوردې کړمه

پ

پرکنډوکې دې غنی کېښوئ
زۀ دبخمل پڼې لرم دروابۀ وړمه

پ

پرکوڅه تېرشوم ګنهګارشوم
شرنګاريې خېژي زولنې راته راوړينه

پ

پرکوڅه تېرشوم ګنهګارشوم
مالااشناونۀ ليدۀ لاس مې تړينه

پ

پرکوڅه تېرشوې بياراتېرشوې
نصيب دې نۀ ؤزۀ پربام ولاړه ومه

پ

پرکوڅه ښکته پورته کېږې
لاردې ژوره که اوبۀ راستنوينه

پ

پرککرۍ مې وينې راغلې
پاس پۀ تندي مې بازدغم کوترې خورينه

پ

پرګلاب ناست بوراته وايه
ګلونه ژرژربويوه خزان راځينه

پ

پرګودر سور سالو ښکاره شو
ماوې دی تورو اوبو اورواخيسته مينه

پ

پرګودر سپينه سينه اوړی
په لاره تير يدم ودی ويشتمه

پ

پرګودرسورسالوښکاره شو
ماويل تورواوبواورواخست مينه

پ

پرګودرسپينه سپينه اوړې
پۀ سمه لاره تېرېدم ودې ويشتمه

پ

پرګودرنښه راته کېږده
چې شاليلامنګی پۀ سوري ډکوينه

پ

پرګورستان مې سلام وايه
چې خاورې نۀ کړي دجانان صدف غاښونه

پ

پرګورستان مې سلام وايه
چې خاورې نۀ کړي دځوانانو تورسرونه

پ

پرګورستان مې سلام وايه
چې خاورې نۀ کړي دجانان نري برېتونه

پ

پرګړنګودرسره تللای
چې ته لوېدای مادې نيولای مړوندونه