پښتو لنډۍ
د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې
2267 لنډۍد لومړۍ مسرې د پیل توری وټاکئ
پرهندوستان دې څلی جوړشه
دنامردۍ ځواب دې مه راځه مينه
پروسږ دامهال ژوندی وې
سږخودې ورکړل توروخاوروته څنګونه
پروطن ستادراتلوغږشو
ماپۀ خپل کوردګلوفرش وغوړاونه
پروطنوورکه جانانه
چې نۀ دې نوم شته نۀ دې بوی شمال راوړينه
پرون دنياوه نن قيامت دی
چې زۀ ولاړه جانان غواړي رخصتونه
پرون دګل پۀ شان تازه وم
نن پرې بېلتون ظالم خزان ولګاونه
پرون لادامهال دلې وې
نن بۀ دې چېرې بادوهي دپګړۍ ولونه
پرون لادامهال ژوندی وې
نن دې پرشناختوبلبلان نارې وهينه
پرون مې خوله نۀ درکوله
نن مې رضاده ستاصفت مې واورېدنه
پرون يې قول دخولې راکړ
چې مرورشوبېنواترې پاتې شومه
پرون پرپورې کلي راغلم
دشاليلااوربل يې بل ته جوړاونه
پريارمې بد دي ثابت کړي
چې هره ونه دګلاب دی بویوينه
پريارمې ترخې زرغونې شوې
زۀ يې دژوندهيله لرم چې رابۀ شينه
پريارمې سپين کفن رغېږي
پرمااورېږي دسکروټوبارانونه
پريارمې هغه نښه وايه
چې چوټۍ څڼۍ پرپالنګ دروختمه
پرپالنګ پاس درسره ناسته
کوزه چې نۀ شي چېرې تانه ګيله منه
پرپخواني اشنابۀ ورشم
غږ بۀ پرې وکړم که پرهغه مينه وينه
پرپيربابابۀ ورغوړېږم
که مې قبول کادالنډي لنډي سوالونه
پرپيغمبرمې سلام وايه
امت دغرق شودګناه پۀ دريابونه
پرځان دګلولښته نه اخلې
پرمادې تېرکړل دکوتکوګوزارونه
پرځان مين يې پرمانۀ يې
ياري پۀ داسې مينونۀ کېږي مينه
پرڅنګل سرراسره کېږده
پرصراحي غاړه راواچوه لاسونه
پرچاچې رحم دخدای وشي
دعمرورک جانان يې غېږې ته ورځينه
پرچلم دوې سکروټې کېږده
لکه دوې بنې پۀ سيالۍ خولۀ ورکوينه
لنډۍ ونه موندل شوه. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.