د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
89 لنډۍ موندل شوې
م

مورې کوچيانو ته مې ورکړه
کنډک کنډک مستې به خورم غټه به شمه

م

موزي په مينه څه پوهيږي
په نس ئې موړکړه ترسهارکوي خوبونه

م

مياشت د اختر ښكلې ښكاره شوه
ربه اوس تږې د جانان دديدن يمه

م

مين زړګي ته مې سلام دی
چې تمامي عمر په صبر تېرومه

م

مينه د مينې پيدا کيږي
په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه

م

مينه دروغو زړونوكاردى
زموږه زړونه غريبۍ وژلي دينه

م

مينه له مينې پيدا کيږي
په مينه مينه دې کاته مين دی کړمه

م

مينه په تلو راتلو زياتيږي
کله راځه کله به زه درځم مينه

م

مينه په تګ راتګ زياتيږي
مونږ کره مه راځه چې زړه دې صبر شينه

م

مينه کې هر څه هر څه کيږي
په تا يوه خبره راغله هېر دې کړمه

م

مينې دې داسې لېونی کړم
په لاره ځم خپل او پردي نه پېژنمه

م

مَينه يم منکره نه يم
که شينکۍ خال مې د چړو په څوکو ځينه

م

مړ مې د يار په کوڅه يوسئ
چې د نجلۍ د دادا يخ شي اندامونه

م

میاشت د اختر ښکلې ښکاره شوه
ربه اوس تږی د جانان د دیدن یمه

م

مینه د دوو پېغلو مزه که
دوئ به سیالي کړي خولې به تاته درکوینه

م

مینه دي پټه پاتې مه شه
رب دي رسوا که چې تاوان درباندي شمه

م

مینه مي پټه درسره ده
پښتانه کله په ښکاره مينه کوینه