پښتو لنډۍ
د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې
2267 لنډۍد لومړۍ مسرې د پیل توری وټاکئ
ماته دې دومره ديدن بس دی
چې په کوڅه کې پښه نيولی شې مينه
ماته رباب په لاس کې راکړئ
چې زه ده خپلې ځوانۍ وير پکې کومه
ماته په بريتو کې موسکۍ شو
موری را وکړه اوس د صبر تاويزونه
مازديګر لمونځ دې قبول مشه
ديدن دې پرېښود د ايمان کوې سوالونه
مازديګر لمونځ رانه قضا شو
نوی مين وم په دیدن نه مړيدمه
مازديګر پيغلی ښی اغلی
منګي په ولو دګودر غاړی له ځينه
مازديګرلمونځ دی قبول مه شه
زه دی ديدن ته په سهار راغلۍ يمه
مازديګری دی سوال قبليږي
خلکو زما په حق کې پورته کړئ لاسونه
مازديګری دی ښېرې مکړه
ستا به عادت وي ما به ورک له ملکه کړينه
مازديګرۍ دی ښيری مکړه
ته به د ناز ښيری کوې رښتيا به شينه
مازديگر چېرته وې چې نه وې
خورې ورې زلفې په بام ولاړه ومه
مازدیګری دی سوال قبلیږي
په جاینماز ناست راته پورته کړه لاسونه
ماپرسينه لونګ کرلي
کۀ وخت دلوشوتابۀ راولم مينه
مبارکي راکړئ عالمه
چې پرې مين وم ترې چاپېر مې کړل لاسونه
مبارکي راکړئ عالمه
د تهمتونو سره يار قبوله کړمه
مبارکي راکړئ عالمه
نادانه زه نادان مې يار ورسېدنه
مخ دې قمر شغلې د لمر کا
په چا ختر کا څوک د غم سودا کوینه
مخ دې ګلاب سترګې دې شمې
نه پرې پوهيږم چې بورا که پتنګ شمه
مخ په قبله مې د يار کور دی
لمونځ مې بانه کړ د اشنا ديدن کومه
مخې ته راغله راته ژاړي
د لونګين نه يې ځونډي ورک شوي دينه
مرګيه دومره صبر وکړه
يو مې ځواني ده بل مې ډېر دي ارمانونه
مرګی په تنګه کوڅه راغی
ما وېل سلام هغه وېل کور دې ورانومه
مسافر ته شوې خواره زه شوم
خواره دې مور شه چې سفر ته دې ليږينه
مسافر مه وژنئ عالمه
چېرته به يې خويندې د دين په تمه وينه
لنډۍ ونه موندل شوه. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.