پښتو لنډۍ
د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې
2267 لنډۍد لومړۍ مسرې د پیل توری وټاکئ
مؤمن په جګه غونډۍ کيږدۍ
چې بووره مورئې هرسهار زيارت کوينه
ما به موزي ته پرتوګ جوړکړ
د موزي غټ غټ کناټی پرتوګ شکوينه
ما خو د ليرې نه صحي کړې
نور دې په تورو زلفو مه وهه لاسونه
ما د نصيب نه تېښته وکړه
نصيب زما د لارې مل راسره ځينه
ما د کونړ د سيند نه ځار کړي
زما جانان به پکې مخ مينځلی وينه
ما د کوچي د عمره ځار کړې
د سبايي اور يې بليږي دوی ترې ځينه
ما د ګودر په غاړه خښ کړئ
چې جنکۍ مې مات بنګړي په قبر ږدينه
ما د ګودر په غاړه ښخ کړئ
چې جنکۍ مې مات بنګړي په قبر ږدینه
ما دګودر په غاړه ښخ کړی
چې جنکۍ مې مات بنګړی په قبر ږد ينه
ما دې ټوپۍ په سر ګڼله
د جنکو په وار پيدا ورکه دې کړمه
ما زد يګر تل لری خاونده
چې ماز د يګر په ګودر وشی د يدنونه
ما سره سم ګودر له لاړ شه
منګي مې دوه دی نری ملا مې ما تو ينه
ما سره سمه سيالي مه کړه
ما د لنډيو سيپارې ويلي دينه
ما له مې وړی زړگی راکړه
زه وم نادانه په يارۍ نه پوهېدمه
ما له وړوکي ريبار ځار کړې
چې يوه خبره دوه ځلې راته کوينه
ما ويل يوازې زما يار يې
د اختر ټال يې هر سړی دې زنګوينه
ما ويل چې ښه ښځه به وکړم
د علي آباد په مريضانو وا وښتمه
ما ویل پټ به دی را تیر کم
سر دی ګنچی وه په دیوال وه لګیدنه
ما وې د غمه به دې مړ شم
قسم دی ياره بې نېټې نشته مرګونه
ما يارانه کله کوله
سرتور ولاړ وې له ښېرو دې وېرېدمه
ما يې د ورور د سترګو ځار کړې
ده به د خور سترګو ته ډېر کتلي وينه
ما يې د ورور د سترګور ځار کړې
دا د ورور سترګي يې د خور په شانته دينه
ما په ګودر د جنو ښخ کړی
ګو ندې ملا له پر ما کيږدی قد مو نه
ما چې ويل نوکري مکړه
آزار ګټليه اوس رخصت نه درکوينه
لنډۍ ونه موندل شوه. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.