د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
88 لنډۍ موندل شوې
ز

زه چې سهر د خوبه پاڅم
د کليمې سره دې سمه يادومه

ز

زه چې سهر له خوبه پاڅم
اول سلام د کبرجن اشنا کومه

ز

زه چې ماشوم ومه پاچا وم
اوس چې زلمی شوم د غمو ټيکه دار شومه

ز

زړه خو مې يو و چې تا يوړو
کدو خو نه دی چې به ونيسي ګلونه

ز

زړه مې د خولې په وينا نه دی
که نصيحت ورته سبا بېګاه کومه

ز

زړه مې د سترګو ګيله من دی
چې ديدن ته کړې زه عبس غم تېرومه

ز

زړه مې د مينې خزانه ده
پکې پراته دي د خواږه جانان غمونه

ز

زړه مې داستا خبرو تور کړ
لکه د ژمي دود چې تور کړي ديوالونه

ز

زړه مې داستا خبرې غواړي
لکه للمې غنم چې غواړي بارانونه

ز

زړه مې دورانې کلا برج دی
د غم چيچڼي پکې خالې جوړوينه

ز

زړه مې دې ستا په غيږ کې وچوي
چې دچرمو کميس دې رکګ په وينو شينه

ز

زړه مې سوری لکه غلبیل دی
د یار غمونه پکې رو رو چڼوومه

ز

زړه مې ماشوم دی نه پوهيږي
په نيمه لار کې رانه غواړي ديدنونه

ز

زړه مې ماشوم شو راته ژاړي
له مانه غواړي د سورکو شونډو سرونه

ز

زړه مې نري درزونه وکړ
لکه ديوال چې زلزلې وهلی وينه

ز

زړه مې په تورو غرو مين دی
د تورو غرو مزل کوم ژړا راځينه

ز

زړه مې په توپو نه نړيږي
ستا په وړو خبرو دړې وړې شينه

ز

زړه مې په تیر حسن مین دی
تیرې چړې مې له ځيګره وتې دینه

ز

زړه مې په شنو سترګو مين شو
د شنو جنډو زيارت ته ځم چې رضا شينه

ز

زړه مې په هغه وخت کې بد شو
چې ور دې پورې کړ ځنځیر دې واچاوونه

ز

زړه په مثال دسوداګردى
چې چېرته خوښ شي هلته واړوي بارونه

ز

زړګي ته ډيرې پلمې اوکړم
ديارسرې شونډې په پلمونه هيروينه

ز

زړګيه خدای خبرکه روغ شې
د کږو وريځوپه خنجرخورې ګوزارونه

ز

زړګيه دا دې زما حال کړ
د يار کوڅه کې د ديدن غواړم خيرونه