پښتو لنډۍ
د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې
2267 لنډۍد لومړۍ مسرې د پیل توری وټاکئ
زما نه پاتې شوې وطنه
لکه مرغۍ په بوټو شپې درته کومه
زما همزولي ملايان شول
زه د جانان مينې د علمه وويستمه
زما پرې هسې نوم بدنام شو
د ليلا سرې شونډې پېزوان خوړلي دينه
زما پرې هسې نوم بدنام شو
د ليلا سری شونډی پيزوان خوړلي دينه
زما په تشه خندا مسته
که خوله مې درکړه لېونی به شې مينه
زما په دې وطن کې څوک دي
جانانه ستا سترگو ته شپې سبا کومه
زما په سترگو کې دې گل شي
که زه به يې ستا په مينه بل ته غړومه
زما په سر دې منګی مات کړ
اوس به بخيلې مور ته څه بانه کومه
زما په مخ لاړې راتو کړئ
که مې د ننګ ګولۍ په شا خوړلي وينه
زما په مینه کې خواږه دي
دا غمازان دي چې کاږه کتل کوینه
زما په ټول محفل سلام دی
دا مې کلام دی چې اشنا د ټولو يمه
زمادې علم په کارنه ده
د اباسین چپې دې یوسه کتابونه
زماسپېرۀ قسمت ته ګوره
خلك شاهان شول زه كچكول په غاړه يمه
زموږ د کلي نجونه مړي دي
يا وخت خراب دی چې ګودر له نه راځينه
زه به شړۍ له ځانه تاو کړم
دا ستا جوړه به له بخملو جوړومه
زه به نوکره ورله بوځمه
خو شينګو دې تنور نه لمبه کوينه
زه دې قربان تر هغه چا شم
چې د پښتون قام د راتلونکې غم کوينه
زه لېونو سره خوشال يم
زما يې خوښ دي دا شلېدلي ګرېوانونه
زه په عاشق سړي پوهيږم
يائې رنګ زيړ وي يائې شونډې وچې وينه
زه په عاشق سړي پوهېږم
د دروازې په ځنځير ځان مشغولوينه
زه په عاشق سړي پوهېږم
يا يې رنګ زېړ وي يا يې شونډې وچې وينه
زه په ګلونو اموخته وم
پردی وطن دی څڼې تشې ګرځومه
زه چې دا سور سالو په سر کړم
د کلي نجونې په سيالۍ راسره ځينه
زه چې سهار له خوبه پاسم
د کليمې سره دی سمه يادومه
لنډۍ ونه موندل شوه. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.