د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
88 لنډۍ موندل شوې
ز

زلفی يې بیيا پر مخ خوری کړی
د ماز د يګر ګودر له څی ځان سنګارو ينه

ز

زما اختر به څه اختر وي
په داسې ورځ چې زه له یاره جدا یمه

ز

زما او ستا ترمنځ شو غرونه
سپينې سپوږمۍ ته سلام کړه سلام به کړمه

ز

زما جانان د کوچو سپين دی
د پيرنګي سره نوکر دی تور به شينه

ز

زما جانان ګل د خاټول دی
عالم پرې ټول دی ماله ځای نه راکوينه

ز

زما جانان ګل د پروتې
نرۍ يې ګوتې ميرزايي راته کوينه

ز

زما د حاله خبرداره
پروردګاره زما واوره فريادونه

ز

زما د زړه ارامه راشه
په تمامي جهان اخترپه ما غمونه

ز

زما د زړه توتي کم عقله
ته په تنکو څانګو کېنې ماتې به شينه

ز

زما د زړه دښتې ګله
خزان دې هر وخت په سپرلي رژوینه

ز

زما د زړه ناپايه غمه
اور دې چې هرڅه پټوم لوګۍ دې ځينه

ز

زما د زړه ناچاره رنځه
نه دې دارو شته نه دې حال ويلی شمه

ز

زما د زړه په سر يې ليکه
هېر به مې نشي که مې خاورې شي هډونه

ز

زما د لرې وطن ياره
رب دې سپوږمۍ کړه چې دې وکړم ديدونه

ز

زما د مينې کور دې وران کړو
غمازه ما درسره څه بد کړي وونه

ز

زما د وينو رنگ دې ورکړ
د سور سالو دې هر ځای کيږي صفتونه

ز

زما د يار داسې خندا ده
د سلو کالو مرور پخلا کوينه

ز

زما د يار وربل يې وران که
سيلۍ په لاره د ړندو په شانتې ځينه

ز

زما د ځايه نصيب کم دی
چې په کتاب د سکندر ګورم فالونه

ز

زما دې زېړی شي ستا دې تبه
په طبيبانو به جوړه گرځو مينه

ز

زما دې ځوانه ځواني اور کړه
په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه

ز

زما دې څه وکړل چې لاړې
نری نری زړګی به ستا راپسې چوينه

ز

زما لاليه لېونيه
ته لېونی شوې زه دې هم لېونۍ کړمه

ز

زما له یاره ګیله کیږي
د لوی اختر مبارکي نه راکوینه