د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
176 لنډۍ موندل شوې
د

داسې منګولې نرۍ غاړه
ګودر ته لاړه د چا ژوند خرابوینه

د

داسې منګولې نرۍ غاړه
ګودر ته لاړه برګ منګی ترخکې وړینه

د

داسې منګولې نرۍ غاړه
لکه کوتره په مکيز ګودر ته ځینه

د

دبيلتانه کوردې رب وران کړي
پر مائې وکړه نا اشنا اشنا ظلمونه

د

ددی مصری ځواب دی دادی
څوک چې مين شي هميشه له تندې مرينه

د

ددې مصرې جواب مې راکه
کور مې د سيند په غاړه دی له تندې مرمه

د

ددې نه لا وړوکی ښه وم
د جنکو سره به يو ځای ګرځېدمه

د

ددې ټکۍ معنا (معنئ) مې راکړه
ګولۍ يوه مرغان ئې دوه ويشتلي دينه

د

ددې ټکۍ معنا دې واخله
جلۍ يوه ياران ئې دوه نيولي دينه

د

ددې ګودر غاړې ته ګوره
نری لوګی دی پېغلې زړونه وريتوينه

د

دريغه چې زه دياركفن واى
چې په لحدكې ترې چاپېره وای مینه

د

دغه سپيره چيرې ولاړ دی
ساړه ساړه اوسيلي کړي بادئې راوړينه

د

دمازد يګر اوبوله مه ځه
په ګودر زانګی دکوډګرو تاويزونه

د

دمينې دغه نښانې دي
ديوۀ زړګي نه بل ته لاره تللي وينه

د

دنیا نیمګړې نیمه خوا ده
مرګي پناه کړل ښکلي ښکلي صورتونه

د

دونيا د يار له سره ځار کړه
دونيا به تل وي ياران کله کله وينه

د

دځان عزت كه چېرې غواړې
مدام كوه دنوروخلكوعزتونه

د

دګودر خواکې وني کيږده
چې شا ليلا منګۍ په سیوری ډکو ينه

د

دګودر زر اجازت راکړه
ما ته کو څه کې جنکی ولاړی دينه

د

دګودر غاړه به ښا يسته کړی
ورله روان شول د بلبلو کاروانونه

د

دګودر غاړه دي اغزي کړه
په سترګو ړوند شی بخملی پڼي لرمه

د

دګودر غاړه ورته نيسم
زما جانان پردی لار تللی رابه شينه

د

دګودر غاړه ورته نيسه
دجنلۍ خوی دمر غاوی دی رابه شينه

د

دګودر غاړه ورته نيسه
ليلا دجنو ميره ده مخکې دربه شينه