د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
176 لنډۍ موندل شوې
د

دا به له ما نه پوره نشي
چې هر ساعت دې په جرګو پخلا کومه

د

دا خو انصاف نه دی جانانه
چې دې مين کړم اوس مې نه کړې تپوسونه

د

دا خو د استا د يارۍ ټس دی
چې په زېړي مازديګر کډې بارومه

د

دا خو مې زړه دی چې لا ټينګ دی
دومره غمونه دريابونه وچوينه

د

دا دا مې نه درکوي تاله
راشه زما په دا دا وکړه تعويذونه

د

دا ستا به هېر وم که په ياد وم
زه چې قدم په قدم ږدم تا يادومه

د

دا ستا د دوه ورځو خندا وه
زه به ژړا درپسې ټول عمر کومه

د

دا ستا په سترګو کې پيريان دي
چې په تا راشي غوټې ماله راکوينه

د

دا ستا په مينه مې سوگند دی
ما دې خدای نه لري چې تا به هيرومه

د

دا سر تړلې مور دې مړه شه
چې پيشو ميو کړي دا به نېغه ناسته وينه

د

دا سر تړلې مور دې مړه شه
د ورځې خوب کړې د شپې تا رانه ساتينه

د

دا سرې منګولۍ نری غاړه
ګودر ته لاړه برګ منګی ترخکې وړينه

د

دا لېونی لېونی ګرځه
په چم کې ګرځه چې ډاډه درباندې يمه

د

دا ما پخپله په ځان کړي
که مې ددې نه حال بدتر شي خوښ پرې يمه

د

دا مخامخ دېواله پرېوزې
تانه پناه دي تورې سترګې شنه خالونه

د

دا موزيګۍ د اوړو ګوډۍ
چې په څپيړه ئې وهم دوړې ترې ځينه

د

دا نازولې لور د چا ده
چې هر سبا توروي سترګې ږدي خالونه

د

دا نيمه شپه ده ټپې خوند کا
څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه

د

دا هره مور به ځامن راوړي
د احمدشاه په شان به لږلږ پيداشينه

د

دا پخوانۍ مينه دی نشته
لکه د زرو ګونګرو شور به دی کونه

د

دا پخوانۍ مينه دی څه شوه
لکه ښامار به تاويدی په ديوالونه

د

دا په ځير ځير چې درته ګورم
ما درکې نښې د يارۍ ليدلې دينه

د

داده ګودر غاړه راواخله
لکه زخمی هيلۍ په ډبکې ناسته يمه

د

داسري منګولی نرۍ غاړه
لکه کو تره په مکيز ګودر ته ځينه