پښتو لنډۍ
د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې
2267 لنډۍد لومړۍ مسرې د پیل توری وټاکئ
د چا په زړه کې زخم جوړ کړي
د چا زخمي زړګي ته ورکړي ټکورونه
د چا په شنې سترګې خوښيږي
څوک به په تورو سترګو ځان قربانوينه
د ډاره غږ کولی نشمه
د سوال ياري ده اوس به ګډه وډه شينه
د کبر جام به دې نسکور شي
نور په عاجزو خلکو مه کوه ظلمونه
د کبرجن جانان د لاسه
د زړه دپاسه مې پولۍ ولاړې دينه
د کشمالو منجيله وکړه
چې خو شبوی دی د منګۍ د بيخه ځينه
د کوه قاف غر ته ختل دي
څوک چې ياري د بې وفا سره کوينه
د ګلاب مينځ کې ګل وچيږي
چېرته عاشق سړي به لاس وروړی وينه
د ګودر خوا کې ونې کېږده
چې شا لیلا منګی په سیوري ډکوینه
د ګودر زر اجازت راکړه
ما ته کوڅه کې جنکۍ ولاړې دینه
د ګودر غاړه به ښایسته کړې
ورله روان شول د بلبلو کاروانونه
د ګودر غاړه دې اغزي کړه
په سترګو ړوند شې بخملي پڼې لرمه
د ګودر غاړه ورته نيسه
د نجلۍ خوی د مرغاوۍ دی رابه شينه
د ګودر غاړه ورته نیسم
زما جانان پردۍ لار تللی رابه شینه
د ګودر غاړه ورته نیسه
د نجلۍ خوی د مرغاوې دی رابه شینه
د ګودر غاړه پرې ښایسته ده
څانګه دې خدای شادام روغه لرینه
د ګودر هر بوټی تازه وي
هر مازدیګر پرې جونې سترګې لګوینه
د ګودر هر بوټی دارو دی
چې پرې لګیږي د نجونو پلونه
د ګودر هر بوټی دارو دی
چې لګېدلي پرې د پېغلو پلونه
د ګودر هر بوټی دارو دی
جونې پرې هره ورځ لاسونه لګوینه
د ګودر هر مازدیګری ښه وي
چې جونې ټولې مازدیګر سیل له راځینه
د یارانې قول یې راکړ
قسم یې راکړ چې مې ونه ویې حالونه
دا اوسني زلمي د څه دي
د جنکو پسې د پيازو غوټه وړينه
دا به د پاک الله رضا وي
چې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه
لنډۍ ونه موندل شوه. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.