د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
176 لنډۍ موندل شوې
د

د موزي سترګې د ليوه دي
دا رټ کاته ئې له غوائې زده کړي دينه

د

د مينې اور به مې مړ نشي
که د جامو سره درياب ته ودانګمه

د

د مړوند خوب چې چا ليدلی
د بالښت خوب ورته مزه نه ورکوينه

د

د ناز کتو دې اثري کړم
د کړس خندا دې لېونی د دنيا کړمه

د

د ناستې ځای دې راته ښايه
چې زه په هغه ځای کې وکرم ګلونه

د

د نصیبونو فیصلې دي
د زړۀ په خوښه ښځې چا موندلي دینه؟

د

د نن ځواني د ګلو لښته
په زړګي سخته راکوي رټ ځوابونه

د

د نيمې شپې راتګ دې ورک شه
زه په توده بړستن کې نېغه کيناستمه

د

د نيمې شپې سندرې خوند کا
څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه

د

د هغه چا دې کور خراب شي
چې يو اشنا د بل اشنا نه بيلوينه

د

د هندوستان په ميرو ورکه
مياشتې دې تيرې شوې کلونه دې شميرمه

د

د هندوستان پيرنګۍ ژاړي
که ژيړ ايوب په دنيا وه کونډې به شونه

د

د وطن تيګې مې خوراک وای
نه وای خوراک مې په پردي وطن ګلونه

د

د وفا تمه ترېنه مکړه
بي وفايي خو د هر ښکلي عادت وينه

د

د يار يوه شوه زما بله
نصيبه داسې سوال مې کله کړې ونه

د

د يدن دی سین کړه را لا هو کړه
زه په غاړه دګودر ولاړه يمه

د

د ټولو بدو به توبه کړم
جانانه ستا دمينې نه توبه کومه

د

د ټپو وار راسره کېده
ماته بې واره ټپۍ خوند نه راکوينه

د

د ټپې وار درباندې راغی
شفتل خورکه رنگ دې زېړ وتښتېدينه

د

د پتاسو ياران دې نور دي
شوتلو پنډو ته دې زه نيولۍ يمه

د

د پتاسې په شان خوه ږه ئې
ځکه دی مور ته دودسته سلام کومه

د

د پوهنتون سنَد دې راوړه
د دولسم تنبله نۀ مې درکوینه!

د

د پښتنو ځلمي زړه ور دي
تر خپل سر تير دي بې ننګي نه قبلوينه

د

د پېغلتوب اختر مې تېر شو
د سپین سرۍ په اختر اوښکې تویومه