د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
176 لنډۍ موندل شوې
د

د غم اختر د غم سیلونه
د غم بازار دغم سودا په کې کومه

د

د فکر ټال دې راته جوړ کړو
ته رانه لاړې زه يوازې زنګېدمه

د

د لرې مرم د نږدې سوزم
افغانستانه زغم د دواړو نه لرمه

د

د لنډۍ ونې نه دې ځار شم
لکه سيسۍ چې په کمر ولاړه وينه

د

د ليونو سره خوشحال يم
زمائې خوښ دي دا شکيدلي ګريوانونه

د

د مؤمن خان چيغه شوه پورته
د شيرينو شرط به په سرباندې ګټمه

د

د ماز د يګر ګودره وران شی
په خندا درشم په ژړا درنه راځمه

د

د مازد يګر ګودر ته راشه
ما په منګی کې پراټي راوړی د ينه

د

د مازد يګر ګودر له راشه
زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه

د

د مازد يګر ګودر له مه ځه
پيغلی ابو پر ځای و يني دکو ينه

د

د مازديګر ګودر ته رايشه
زه به منګۍ په لپو ورو ورو ډکومه

د

د مازدیګر ګودر ته راشه
ما په منګي کې پراټې راوړې دینه

د

د مازدیګر ګودر له مه ځه
پېغلې اوبو پر ځای وینې ډکوینه

د

د مازدیګر ګودره وران شې
په خندا درشم په ژړا درنه راځمه

د

د محبت په رنځ رنځوره
رايشه چې درکړم د سورکو شونډو سرونه

د

د مرګي هسې نوم بدنام دی
زه د جانان مينې پخوا وژلی يمه

د

د مسافر به څه اختر وي
چې د بېلتون لېونو سپو خوړلی وینه

د

د مسافرو ډلې راغلې
زما د يار ډله وروستۍ ده رابه شينه

د

د مساپر يار زنکدن دی
مخ يې وطن ته کړئ چې سا يې وخيږينه

د

د ملنګانو سره مل وای
ګډ په ځنګل وای چې مې نه ليدای غمونه

د

د ملنګۍ کچکوله مات شې
چې در په در دې ګرځوم تش دې راوړمه

د

د ملکنډ د سر توتي وای
په اور ستي وای تهمتی نه وای مينه

د

د منکو ټو کتار يې جوړ کړو
لنډۍ بازار يې په ګودر ولګاونه

د

د منګوټو کتار يې جوړ کړو
لنډی بازار يې په ګودر ولګاونه