پښتو لنډۍ
د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې
2267 لنډۍد لومړۍ مسرې د پیل توری وټاکئ
د جنکو کاپرې سترګې
لوګی بهانه کړي ژړا يار پسې کوينه
د جنۍ څانګې وانګې ونه
ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه
د خولې مې تورې وينې لاړې
زه د هجران ښامار په زړه خوړلی يمه
د خپل وطنه به دې ورک کړم
ما په ملالو سترگو ډير ورک کړي دينه
د دنیا داسې زنده ګي ده
نن بادشاهي ده سبا خیر غواړي مینه
د دې ګودر غاړې ته ګوره
نرۍ لګې دې پېغلې زړونه ودیتوینه
د روغيدو تمه مې نه شته
جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه
د روژې هر ماښام اختر دی
ټوټې، ټوټې د پېشلمي د لاسه یمه
د ريبارانو ځای جنت دی
خدايه زما ريبار له ورکړې دوزخونه
د ريبارانو ځای دوزخ دی
خدايه زما ريبار له ورکړې جنتونه
د زلزلې پشانتې راغلی
زه دې محفل کې د خبرو وويستمه
د زلفو تار مې اوبو دروړو
په غم شر يکه مينه نيسه ګودرونه
د زړه دپاسه مې امبار شه
د جانان غمه د عمرونو ځای دې يمه
د زړه په سر مې زخم جوړ شو
په مړاوو سترګو اشنا ورکړه ټکړونه
د زړه په سرمې اغزۍ مات شو
نه ئې ويستۍ شم نه ئې درد زغملې شمه
د زړګي سره ناچاري ده
مين په تا يم ناز د ډيرو خلکو وړمه
د سترګو جنګ دی ورته ټينګ شه
کاږه واږه باڼه په زړه ويشتل کوينه
د سر ويښته دې ښاماران دي
دا دواړه څڼې منګري خوړل کوينه
د سور سالو مېرمن ته وايه
نور دې د ژوبلو زړگو نه اخلي ازارونه
د سپينې خولې قيمت دې وايه
که سر پرې درکړم باقي دار به څومره شمه
د سپينې خولې ياران دې نور دي
شفتلو پنډو ته دې زه نيولی يمه
د طالبانو دا عادت دی
د وظيفې سره مې ګوتې تاووينه
د غرغرې ميدان ته راشه
سبا مې ستا په تهمت دار ته خېږوينه
د غرور جام به دې نسکور شي
په عاشقانو باندې مه کوه ظلمونه
لنډۍ ونه موندل شوه. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.