پښتو لنډۍ
د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې
2267 لنډۍد لومړۍ مسرې د پیل توری وټاکئ
د اباسين څپې دې يوسه
چې مور دې شګې لټوي پلار دې خوړونه
د اختر شپه د هغې ځار شه
په کومه شپه چې سر دیار په څنګل ږدمه
د اختر ورځ ده خوشالي ده
یار مې مېلمه دی د زړه غوښې ورکومه
د اختر ورځې بختورې
چې مې جانان سره ديدن کيږي مينه
د اسری منګولې نری غاړه
ګودر ته لاړه دچا ژوند خرابوينه
د انمر زیړی وخت مازدیګر دی
په چا اختر دی څوک د غم ژړا کوینه
د اواړه ستا د زړه لپاره
چې د همزولو نه جدا ګودر له ځمه
د اوبو غړپ کولی نشم
په زړه مې ستا د مينې ليک دی وران به شينه
د اکبر خان غازي په توره
وطن رڼا شو دښمنان په ماتې ځينه
د بيلتانه ظالم د لاسه
په ژړا ژاړم په سر خاورې بادومه
د بيلتانه ظالم د لاسه
د يار مې کډې په زيړي مازيګر ځينه
د بې وفا جانان د لاسه
د زړه دپاسه مې پولۍ ولاړې دينه
د بې وفا نامه دې راکړه
تا څه ليدلي دي زما په زړه داغونه
د توبې شپه ده سوال قبليږي
خلقه زما په حق کې پورته کړۍ لاسونه
د تور لحد نه مې زړه بد دی
ځوانان ايسار کړي پالنګ تش کور ته ليږينه
د تورو زلفو په ځنګل کې
يار په منگول کې گرځوم چې ورک به شينه
د تورو سترگو ديدن راکړه
راباندې جوړ کړه بيا د خاورو امبارونه
د تورو غرو لويه ښاماره
چې دې خوړمه خبر کړۍ به دې ومه
د توريالي اکبر له برمه
ځوانان د ننګ تورې وهي سرورکوينه
د جانان غم زما سايه ده
چې چېرته ځم زما نه مخکې وروسته ځينه
د جانان مرگ راته اسان دی
چې دی ولاړ وي زه به بل ته وخاندمه
د جانان ژبې ته حيران يم
څومره خوږې پستې خبرې پرې کوينه
د جلا لا ګودره وران شې
په جنکودې سا لنډی ولګاو نه
د جنازې بازو مي نيسه
چېرته به ما په راستۍ خوله درکړې وينه
لنډۍ ونه موندل شوه. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.