د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
37 لنډۍ موندل شوې
ج

جانانه ستا د زړه لپاره
زه په غرمه د ګودر غاړی له درځمه

ج

جانانه ستا د زړه لپاره
زه په غرمه د ګودر غاړې له درځمه

ج

جانانه ستا ديدن لپاره
زه په زړه شپاله کې ‌بېرې ټولومه

ج

جانانه ستا ديدن لپاره
زه د کابله په ټکس راغلی يمه

ج

جانانه غلی غلی ګورې
يا دې څه ورک دي يا دې زه ليدلې يمه

ج

جانانه غم دې دومره خوږ دی
چې د دنيا خواږه يې خاورې ايرې کړنه

ج

جانانه فکر پکې وکړه
مينه سور اور دی وارخطا نشې مينه

ج

جانانه لاړې آسماني شوې
څو آسمان ځمکې ته راځي قيامت به وينه

ج

جانانه ولې لېونی شوې
په لاره ځې په تيګو ولې زيارتونه

ج

جانانه ويښ يې که ويده يې
ستا په کوڅه مې لاس تړلی تېروينه

ج

جانانه ښه شوه چې ټپي شوی
زه (اوس) به دا خپله غاړه هسکه ګرځومه

ج

جدايي راغله لارې دوه شوې
مرګ مې قبول دی جدايي نه قبلومه

ج

جنۍ د پلاره دی وير يږم
ګودر ته راشه کور ته نه درسره ځمه