موږ ولې درواغ وایو؟| عبدالرحمن احمدزی

څنګه یې؟
ښه یم…
همدا اوس مې یادولې …
ستا له خبرې وړاندې مي ذهن کې و چې درته ووایم…
ستا له زنګ وړاندې مې غوښتل زنګ درته ووهم…
دا هغه ورځني درواغ دي چې موږ یې یا خپله وایو او یا نور وینو چې درواغ راته وایي، مشکله ده چې موږ په نن سبا دور کې داسي څوک پیدا کړو چې هغه دې درواغ ونه وایي.
دلته د درواغو په تاوانونو او ګټو نه غږیږو خو په دې بحث کوو چې ولې درواغ وایو؟
د درواغو علتونه زیات دي خو موږ یې هغه بیانوو چې زموږ ټولنه ورسره لاس او ګریوان ده.
- ۱- ځان ساتنه
تر ټولو ډیر درواغ چي موږ وایو هغه د ځان ساتني لپاره وایو فکر کوو که ریښتیا ووایو ژوند مو له ګواښ سره مخ کیږي او یا مو هغه ارزښت چې د مقابل کس په ذهن کې شته، له منځه ځي نو ، موږ مجبوریږو چې خپل رئیس، میرمنې، والدینو او بچیانو ته درواغ ووایو.
۲ – ناهېلي
ډیر وخت موږ په خپل ژوند کې ناهیلي کیږو، هغه څه چې موږ غواړو په ژوند کې یې لاس ته راوړو نه ورته رسیږو او یا هغه وړتیاوې نه لرو چې هغو ته ور ورسیږو. نو موږ نورو ته درواغ وایو او خپله ناهیلي په درواغو کې پټوو.
۳- د کمترۍ احساس
ډیر کله درواغ په دې خاطر وایو چې هغه کمتري چې موږ یې په خپل ځان کې د نورو په وړاندې لرو پټه کړو نو مجبوریږو چې درواغ ووایو.
۴- د نورو د توجو د جلبولو لپاره
ډير وخت درواغ وایو او لاپي وهو تر څو د هغو کسانو توجو جلب کړو چې موږ ورته ارزښت نه لرو او په دې باور یو او غواړو چې د درواغو په واسطه به د نوموړو کسانو په زړونو کې ځای پیداکړو او د هغوي په وړاندې به ښه ښکاره شو.
۵ – د نورو درواغ پټول
ډیر کله ځکه دوراغ وایو چې هغه درواغ رابرسیر نه شي چې مخکې مو ویلي دي او د لویو درواغو د پټولو په خاطر موږ نور درواغ وایو.
۶ – ټولنیزو اړیکو ته ارزښت
د دې لپاره ډیر کله درواغ وایو چې د ټولنیزې اړیکو ساتل راته ارزښت لري مثال یو څوک مو یو سیمنار، واده او میلمستیا ته دعوت کوي خو موږ تر هغې بل مهم کار لرو نو درواغ وایو چې زه مریض یم کنه زړه مي ډير غواړي ګډون وکړم.
۷ خپلو هېلو ته درسیدو لپاره
د دې لپاره ډیر وخت درواغ وایو مثلاُ موږ کوم ځای یو مهم بست ته شارټ لېست شوي یو، د مرکې په جریان کې درواغ وایو او هغه مهارتونه او ځانګړتیاوي چې موږ یې نه لرو دلته ورته درواغ وایو، دغه درواغ ځکه وایو چې خپلو هېلو ته ورسیږو او خپل خوبونه په حقیقت بدل کړو.
۸ – تنبلي
د تنبلي او سستي له وجې هم درواغ وایو، چې ښوونځي کې و او د سستي له امله نه ځو. نو درواغ وایو چې مریض وم، واده ته تللي وم، خو ریښتیا به داسي نه وي. که وظیفي ته کومه ورځ نه ځو نو ریئس ته درواغ وایو چې ضرور کار مو درلود، یا کور کې ورته وایو چې نن مي رخصت اخیستی.
۹ – په ځان نور مینول
ډیر وخت د دې لپاره درواغ وایو چې ځان د نورو په وړاندي معصوم او مهربان ښکاره کړو، خپلې هغه نیمګرتیاوي پټوو چې خلک ترې کرکه کوي غواړو مقابل کس ته هغه څه ووایو چې هغه یې د اوریدو سره مینه لري او د راتلونکو پایلو په اړه یې فکر نه کوو.