که ایران ماته خوري نو په حقیقت کې روسیه او چین هم ماته خوري

غلام جیلاني ځواک
د ایران او اسرائیل جګړه په هر حال پر نړیوال نظم ډیر ژور اغیز درلودی شي.
له پیله ښکاریده چې د دې جګړې هدف یواځې د ایران اتومي توان له منځه وړل نه دي، اوس په څرګنده په ایران کې د رژیم د بدلون خبره کیږي.
که امریکا او اسرائیل په دې جګړه کې ماته ونه خوری چې همداسې ښکاري، نو د ایران رژیم سقوط او یا د ایران بشپړ تسلیمیدل لکه څرنګه چې ټرمپ وایی، حتمي ښکاري.
خو د ایران د رژیم سقوط په څه مانا دی؟ایا د ایران کورنی سیاسی جوړښت دا ظرفیت لري چې د اخوندي رژیم د سقوط نه وروسته په ارامه او سوله ییزه توګه یو بل دیمکرات رژیم د هغه ځای ونیسي، مګر که د ایران اوسنۍ اردو کودتا وکړي او دا رنګ تحول ته زمینه مساعده کړي، د ایران په امنیتي ادارو کې د اخندانو بشپړ کنترول ته په کتو، ماته دا کار ډیر ګران بریښی.
بل احتمال او غالب احتمال دا دی چې د رژیم سقوط نه ورسته ایران یوې ویجاړونکي کورنۍ جګړې او ګډوډۍ سره مخ شي.
که روسیه او چین ونشي کولای چې د ایران د رژیم د ناورین زیږونکي سقوط مخه ونیسي، نو د نړۍ په سیاسي زعامت او نفوذ او رسوخ کې به ترامریکا ډیر وروسته پاتې شي. د ایران له سقوطه زیږیدلی ډار به ډیر هیوادونه دې ته اړباسي چې د چین او امریکا په سیالیو کې امریکا ته د تسلیمۍ سرونه ټیټ کړي، دا کار به روسیه او چین په راتلونکي کې د ډير شمیر اقتصادي اوسیاسي ناورینونو سره مخ کړي.
که احیاناً ایران له دې جګړې بریالی وځی چې تقریباً ناشوني ښکاري نو دا لسیزه به د امریکا په یواځې توګه پر ټوله نړۍ د برلاسۍ وروستۍ لسیزه وي.
داسې ښکاري چې دا جګړه هغه څه چې امریکا ورته د تمدنونو ترمنځ جګړه ویله، یو برخلیک ټاکونکي پړاو ته د ننوتو په حال کې ده.
که ایران ماته خوري نو په حقیقت کې روسیه او چین هم ماته خوري.