پر خدای د اسماعیل خان او طالبانو شریک تورونه!

کبیر هسک
د ډېرو خلکو او خاصه توګه د دین کارو عادت دی چې د بې ځوابه کیدو او ځانګړو دروغو پر وخت خدای او دین ته رجوع کوي او د هغوی په نوم خلک تېر باسي.
په دې لړ کې تازه تورونه د هرات مشهور جنګسالار اسماعیل خان تېره شپه له آمو تلویزون سره د یوې مرکې پر مهال پورې کړل.
اسماعیل خان د طالبانو په لاس د دوه ځلې اسېر کیدو او بیرته خوشې کیدو اوږده کیسه په همدې یوه جمله کې را لنډه کړه چې خدای تعالی ژوند وژغوره.
هغه په دې مرکه کې پر دې هم انکاري و چې نه د لومړي ځل خوشې کیدو او نه دویم ځل خوشې کېدو پر وخت ایراني استخباراتو د طالبانو په منځ کې له خپل نفوذه کار واخېست او خپل دا پياوړی نفوذي او جاسوس یې په لوړه بیه او قیمت ژوندی ځانته ونه لېږدوه.
اسماعیل خان ټوله کیسه همداسې لنډه کړه چې دا خدای ژغورلی او بس!
هغه له طالبانو سره د ایران پر ژورو اړیکو هم انکاري و او ویل، خبر نه دی چې د افغانستان په لویدیځ کې جنګیدونکي طالبان به ایران کې روزل کیدل او تجهیزات ورکول کیدل.
جالبه ده چې اسماعیل خان پر دې اړیکو منکر دی، خو ایراني چارواکي په ښکاره پر طالبانو د احسان په ډول بیا- بیا وایي: موږ وو چې د شل کلنې جګړې پر مهال مو په کافي اندازه ملاتړ درڅخه وکړ او هر ډول مرستې مو در ورسولې.
د اسماعیل خان او طالبانو یو مشترک ټکی دا هم دی چې دغه ډله د بیا واک ته رسېدو اصلي دلیل یې« الهي نصرت» بولي او د دوحې د قراداد په ګډون پر ټولو هغو استخباراتي معاملو منکریږي چې د دومره کلونو په اوږدو کې یې د افغانانو د وژلو او واک ته د بیا رسېدو لپاره کولې.
د خدای د مرستې لرلو په اړه د طالبانو او اسماعیل خان دعوې کېدای شي نور مسلمانان او خاص ډول افغانان حیران کړي چې خدای اوس رېښتیا له دې دوو جنایتکارو جنګي ډلو کوم یوه ته د ښه مسلمان په سترګه لیدلي او په عین حال کې یې د خپلمنځۍ جګړې پر مهال له دواړو سره مرسته کړې ده؟
خلک باید هوښیار شي، دین او سیاست نور سره ګډ نه کړي او هېڅ سیاسي منافق ته د خدای د استازیتوب په نوم د ملګرتیا او مرستې لاس ورنه کړي.
په افغانستان کې دا څلور لسیزې د خدای په نوم زیاتې وژنې، ورانۍ او تباهۍ وشوې.
په داسې حال کې چې خدای د دې ټولو جنایتونو مخالف دی او عاملان به یې خامخا هم په دې او هم هغه دنیا مخ توري کوي.