د پاریس طرحه | انجنیر زلمی نصرت

(نوی نظم که فاجعه)
نوې خبره نه ده، چې غربي نړۍ لوی نړیوال جنگ ته، چې د جنگ میدان به بیا هم اروپا وي، ځان چمتو کوي.
٫٫اروپایې ټولنه دې په گډه خپل پوځیان اوکراین ته ور ولیږي.
دغه طرحه د فرانسې د جمهور رئیس امانویل مکرون له خوا، چې اوس د پاریس د طرحې په نوم یادیږي، په داسۍ حال کې اروپایې ټولنې ته د سلا مشورې او یو گډ تصمیم لپاره وړاندې شوې ده، چې متحده ایالات مخکې له دې چې هغوی تصمیم ونیسي، خپل ملاتړ د پاریس له طرحې څخه اعلان کړ.
که څه هم څوکاله کیږي، چې نړۍ د سترو هیوادو د ستراتیژیک او جیو پولیتیک گټو پر محور ورانوونکې او خونړۍ بڼه غوره کړې او په نړۍ کې د نوي نظم د ټینگولو لپاره هیوادونه ښکر په ښکر دي او همدا د نوي اقتصادي نظم د راوستلو مساله ده، چې هیڅ طرف پر سوله ایزو لارو چارو حتا فکر هم نه کوي.
متحده ایالات په سر کې د خپلو نورو متحدانو سره غواړي، چې د نړۍ ټول هیوادونه د دوی امر و نهی اجرا او ورته بعیت وکړي او امریکا ته دغه ستراتیژي یو سور خط دی، کوم څه چې نور یې منلی نه شي.
په هر صورت که د پاریس طرحه، چې خورا خطرناکه او څو بعدي طرحه ده، عملي شي، نړۍ په خاصه توگه اروپا به د سترې حتمي بشري فاجعې سره مخامخ شي.
د اوکراین او روس جگړه، چې په حقیقت کې د روس او ناټو نااعلان شوې جگړه ده، له حماس او حزب الله سره د اسراییل جنګ، د یمن د حوڅیانو او د سورسمندرګي کړکیچ، د ایران د نیابتي ډلګیو سره جگړه چې لمنه یې آن تر عراق او سورې غزیدلې ده، د سویډن او فنلند شمولیت ناټو کې، د ویرې فضا ایجادول اروپا کې، یو داسي غیر کنترول شوي انکشافات دي، چې د پایلې اټکل یې یو خوا هم نه شي کولای.