د ټرمپ او عاصم منیر لیذنه | غلامجیلاني ځواک

نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۸ مه) د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پاکستان لوي درستیز، فیلډ مارشال عاصم منیر ځانګړی لیدو لپاره رابللی، دا لیدنه به د کابینې په خونه کې ترسره شي.
پاکستاني رسنۍ وایی د امنیتي او حساس وضعیت له امله دې لیدنې ته خبریالان نه دي را بلل شوي.
عاصم منیر چې د شهبازشریف په مشرۍ د پاکستان اوسنی حکومت د ده د سیاسي انجنیرنګ نتیجه ګڼل کیږي او ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم یې ټول واک پخپل لاس کې اخستی، هند سره له نښتې وروسته یې په وچ زور د پاکستان له حکومته د فیلډ مارشال رتبه واخسته او په دې توګه یې ځان تل پاتې کړ، اوس د امریکا جمهور رئیس په ځانګړي توګه لیدو لپاره خپل ځان ته رابللی.
د پلار او نیکه له وخته په غلامۍ اموخته د پاکستان پوځي سټبلیشمنټ لپاره دا یوه ډیره ستره د ویاړ خبره ده چې د امریکا جمهور رئیس د پاکستان د پوځ مشر نازوي او ځانګړې لیدنه کتنه ورسره کوي.
ډونالډ ټرمپ سره دا لیدنه به د پاکستان په پوځ او سیاست کې د عاصم منیر ځایګی لا مظبوط کړي.
په سیمه کې د امریکا ګټې اوس همدا ایجابوي چې پاکستان کې همداسې یو څوک حاکم وي چې که امریکا پرې هره لوبه کوي، څوک یې د مخالفت زړه ونلري، یانې یو ظالم او جابر دیکتاتور.
خو امریکا له پاکستانه غواړي څه؟
د روان کال د مارچ په میاشت کې د پاکستانی منابعو لخوا یو خبر خپور شو چې د پاکستان جمهور رئیس شبهباز شریف، عاصم منیر، مریم نواز، دپاکستان د استخباراتو مشر او بهرنیو چارو وزیر په سعودي کې د امریکایی مقاماتو سره پټه لیدنه کړې، په دې لیدنه کې امریکایی مقاماتو له پاکستانه څو مهمې غوښتنې مطرح کړي،
اول دا چې، ترهګرۍ سره جګړه کې به پاکستان څرنګه، چیرته او کله چې امریکا غواړي، همهغسې عمل کوي،
دویم پاکستان به چین سره خپلو اړیکو کې بدلون راولي او ورو ورو باید دا اړیکې سړې شي،
دریم هرکله که سعودي عربستان اسرائیل په رسمیت وپیژانده، پاکستان به یې هم په رسمیت پیژني.
څلورم او تر ټولو مهم دا چې، که احیاناً امریکا پر ایران برید کوي، نو پاکستان به بې پلوه نه پاتې کیږي بلکی څرنګه چې امریکا غواړي هغسې همکاري په ورسره کوي.
ضیأالحق د امریکا لخوا ونازول شو ترڅو د شوروي اتحاد به وړاندې مجاهدین استعمال کړي،
بیا یې پرویز مشرف د سترګو تور و ترڅو چې طالبان ولوبوي،
او اوس چې د اسرائیل لخوا پر ایران برید روان دی او داسې نښې ښکاري چې امریکا هم دې جګړه کې نیغ په نیغه ورګډه شي، ډونالډ ټرمپ سره د عاصم منیر لیدنه ځانګړی اهمیت پیدا کوی،
عاصم منیر ته د ټرمپ له ځانګړې بلنې داسې بریښې چې پاکستان د تل به شان د امریکا شرایطو ته غاړه ایښي.
عاصم منیر به نازور کیږي، ترڅو په نوې لوبه کې د ایران په خلاف او سبا د دې سیمې د نا امنه کولو لپاره د امریکا په خوښه سیمه کې پخوانۍ او نوې نیابتي ډلې ولوبوي.