د نارینهوو پرتله ښځې دردونه ولې ډېر احساسوي؟ په ۱۱۸ هیوادونو کې څېړنه څه وايي؟

د ۱۱۸ هېوادونو د څه باندې ۶۱ میلیونه کسانو د معلوماتو پر بنسټ یوې نوې څېړنې موندلې چې ښځې د نارینهوو پرتله د بدن په بېلابېلو برخو کې د درد له ډېرېدو شکایت کوي.
په طبي مجله، «نېچر مېډېسن» کې خپره شوې څېړنه ښيي چې دا توپیر د بدن په لږ تر لږه ۱۱ برخو کې لیدل شوی دی. په دغو برخو کې سر، مخ، غاړه، اوږې، لاسونه، مړوندونه، څنګلۍ، پښې، د پښو بندونه، زنګونونه، سینه، ملا، نس او ورنونه شامل دي.
د څېړنې له مخې، د ګډونوالو په منځ کې د ملا درد تر ټولو عام و او ۴۰ سلنه کسانو ترې شکایت کړی و.
د دې څېړنې لومړی لیکوال او د کاناډا د مکګیل پوهنتون څېړونکی، مېټ فلینګم، وايي چې لا هم پوره نه ده روښانه چې ولې ښځې د درد ډېر شکایت کوي، خو ښايي بېلابېل بیولوژیکي او ټولنیز عوامل پکې رول ولري.
د نوموړي په وینا، جنسي هورمونونه، د بدن د دفاعي سیستم فعالیت، د عصبي سیستم له خوا د درد د احساس څرنګوالی، ذهني فشار، د تولیدمثل روغتیايي ستونزې، د کار پر مهال بدني ستړیا، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او د نښو د بیانولو توپیرونه د دې احتمالي عوامل دي.
هغه د څارویو پر بنسټ د ځینو څېړنو په حواله ویلي چې په نارینهوو او ښځو کې د درد د رامنځته کېدو او د هغه د شدت د زیاتېدو بیولوژیکي لارې هم توپیر لرلی شي. ځینو ازموینو ښودلې چې د درد په وړاندې د دواړو جنسونو دفاعي سیستمونه په بېلابېلو لارو غبرګون ښيي.
فلینګم وايي، د نوې څېړنې یوه مهمه موندنه دا ده چې د درد د شکایتونو توپیر د بدن په ټولو هغو ۱۱ برخو کې موجود و چې څېړل شوې وې، خو د درد د ډول له مخې د دې توپیر کچه بدلېده. دا ښيي چې ښايي د دغه توپیر لپاره یوازې یو ګډ دلیل موجود نه وي.
ولې ښځې د درد ډېر شکایت کوي؟
د امریکا د سنسناټي پوهنتون د روغتیايي مرکز د درد د درملنې متخصصه ډاکټره سوچیتا ګارګ، چې په دې څېړنه کې یې برخه نه لرله، وايي چې په ښځو کې د درد د ډېر شکایت تر شا بیولوژیکي، هورموني، رواني او ټولنیز عوامل رول لرلی شي.
د هغې په وینا، د مخ او نس درد، سر درد او شدیدې نښې هغه موارد دي چې په ښځو او نارینهوو کې یې توپیر ډېر څرګندېدای شي.
د میګرین یا نیمسري درد، د ژامې د بند ستونزې او د بدن د داخلي غړو درد هم له هغو روغتیايي ستونزو څخه دي چې په ښځو او نارینهوو کې یې د پېښېدو توپیر ډېر لیدل کېږي. د متخصصانو په وینا، د دغو ستونزو ځینې نښې د ښځو د تولیدمثل په عمر کې ډېرې څرګندې وي. بلوغ او د جنسي هورمونونو بدلونونه هم پر دې اغېز لرلی شي چې نجونې او هلکان څومره د درد شکایت کوي.
ډاکتر ګارګ د بدن د دفاعي سیستم رول ته هم اشاره کړې ده. ځینو څېړنو په نارینهوو کې د عصبي درد اړیکه له ځانګړو دفاعي حجرو سره او په ښځو کې یې د ټي حجرو له فعالیت سره تړلې ده. خو دا موندنې تر ډېره د څارویو پر لومړنیو ازموینو ولاړې دي او د تایید لپاره یې لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.
په ښځو کې د میاشتني عادت پر مهال شدید درد، اندومیټریوسس ــ چې د رحم د داخلي پوښ نسج ته ورته نسج د رحم له باندې وده کوي ــ او د حوض په سیمه کې درد هم د ښځو او نارینهوو ترمنځ د درد په عمومي توپیر کې ونډه لرلی شي.
همدارنګه، د بدن په ژورو برخو کې دوامدار درد او فایبرومایالجیا، چې د درد حساسیت زیاتوي، په ښځو کې ډېر لیدل کېږي.
متخصصان وايي، خپګان، اندېښنه، دردناکې او ځوروونکې تجربې، د نورو د پالنې مسوولیتونه او د ناروغۍ په تشخیص یا درملنه کې ځنډ هم د درد پر شکایتونو او شدت اغېز کولی شي.
تر ۵۵ کلنۍ مخکې د درد شکایتونه په چټکۍ ډېرېږي
څېړنې موندلې چې په ښځو او نارینهوو دواړو کې د عضلاتو او هډوکو اړوند دردونه د ۲۰ او ۵۵ کلونو ترمنځ په چټکۍ زیاتېږي. خو په ټوله کې د درد شکایتونه د ۷۵ کلونو او تر هغه د لوړ عمر لرونکو کسانو په منځ کې ډېر وو.
د څېړنې لیکوال مېټ فلینګم څرګنده کړې چې دا په دې معنا نه ده چې تر ۵۵ کلونو کم عمر لرونکي کسان تر ټولو ډېر درد احساسوي؛ بلکې په دې عمرونو کې د هغو کسانو شمېر په چټکۍ زیاتېږي چې د درد شکایت کوي.
د نوموړي په وینا، د ملا، ورنونو او زنګونونو د درد په څېر ځینې ستونزې تر زړښت پورې زیاتېدی شي.
متخصصان وايي، په ځوانۍ او منځني عمر کې بېلابېل عوامل ورو ورو راټولېږي او په راتلونکو کلونو کې د درد د شکایتونو د زیاتېدو سبب کېدای شي. په دې عواملو کې بدني ستړیا، ټپونه، د وزن زیاتوالی، د بدن د میتابولیزم اړوند ناروغۍ، ذهني فشار او د یوه ډول بدني حرکت تکرارول شامل دي.
د امریکا د سېډرز ــ ساینای طبي مرکز د ورزش او عصبي ستونزو متخصص ډاکټر ورنن ویلیامز وايي، ډېری کسان تر منځني عمر پورې له بېلابېلو ټپونو، پر بدن له دوامدار فشار، د بدني فعالیت له بدلونونو، د خوب له ستونزو او ذهني فشار سره مخ شوي وي.
د نوموړي په وینا، دا عوامل د عصبي سیستم پر هغه بهیر اغېز کولی شي چې انسان د درد احساس پرې کوي او د وخت په تېرېدو د درد حساسیت زیاتولی شي. هغه ټینګار کړی چې تر ۵۵ کلنۍ مخکې د درد د شکایتونو زیاتوالی باید د عمر د یوه ځانګړي بیولوژیکي بدلون پر ځای د ګڼو عواملو د ګډ اغېز په توګه وکتل شي.
ډاکتره سوچیتا ګارګ وايي، د درد د مخنیوي لپاره باید د ۲۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ عمر لرونکو کسانو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي. د هغې په وینا، د درد درملنه باید د هر کس د روغتیايي حالت له مخې تنظیم شي. په دې کې د درملنې وړ لاملونو تشخیص، بدني فعالیت، رواني درملنه او د خطر د عواملو کمول شاملېدای شي.
د نړۍ په ډېرو سیمو کې د درد په اړه کره معلومات کم دي
د څېړنې د لومړي لیکوال مېټ فلینګم په وینا، د دې مطالعې یو مهم هدف دا دی چې د درد د مخنیوي او څارنې پر مهال د انسان د ژوند بېلابېل پړاوونه په پام کې ونیول شي.
هغه وايي، که د درد د شکایتونو د چټک زیاتوالي پړاوونه پر وخت وپېژندل شي، په هماغو پړاوونو کې د مخنیوي او درملنې ګامونه اغېزمن تمامېدای شي.
خو نوموړي خبرداری ورکړی چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د درد په اړه د باور وړ معلومات کم دي. د څېړنې په ترڅ کې د بشري پرمختګ د ټیټ شاخص لرونکو سیمو، په ځانګړي ډول د افریقا د صحارا دښتې جنوب ته له پرتو هېوادونو، جنوب ختیځې اسیا او ځینو نورو لږ څېړل شویو سیمو څخه د مناسبو معلوماتو په راټولولو کې ستونزې موجودې وې.
د هغه په وینا، په دغو سیمو کې د پراخو څېړنو کمښت، محدودې سرچینې، د څېړنو لپاره د اړینو اسانتیاوو نشتوالی او د معلوماتو په راټولولو، ساتلو او نورو ته د لاسرسي په برابرولو کې ستونزې د دې وضعیت مهم لاملونه دي.
فلینګم وايي، په دغو سیمو کې د درد په اړه د معیاري معلوماتو د راټولولو او ساتلو لپاره باید پانګونه زیاته شي؛ ځکه له دې پرته به ستونزمنه وي چې په بېلابېلو عمرونو کې د درد د زیاتېدو لاملونه او د مخنیوي او درملنې مناسبې لارې په سمه توګه وپېژندل شي.
متخصصان: دوامدار درد له پامه مه غورځوئ
متخصصانو خبرداری ورکړی چې که دوامدار درد د انسان پر ورځني ژوند، خوځښت یا د کار کولو پر وړتیا اغېز کوي، باید یوازې وزغمل نه شي او یا هم په درملو پټ نه کړل شي؛ بلکې د علت د معلومولو لپاره باید طبي معاینه وشي.
ډاکتر ورنن ویلیامز وايي، د اغېزمنې درملنې لپاره د درد د ډول او اصلي لامل سم تشخیص لازم دی. د نوموړي په وینا، درملنه باید د بدني خوځښت او فعالیت پر بېرته عادي کولو متمرکزه وي. د اړتیا له مخې فزیوتراپي، ورزش، په ورځني چلند کې بدلون، د ذهن د ارامولو تمرینونه او درمل هم کارول کېدای شي.
هغه ټینګار کړی چې دوامدار درد یوه پېچلې ستونزه ده، خو دا په دې معنا نه ده چې انسان به یې ټول عمر زغمي.
ډاکتره سوچیتا ګارګ وايي، منظم ورزش د درد په کمولو، د بدني فعالیت په ښه کولو او د عمومي روغتیا په پیاوړتیا کې مرسته کوي. د هغې په وینا، د ورزش داسې یوه بڼه نه شته چې د ټولو لپاره تر ټولو مناسبه وي، خو مهمه دا ده چې ورزش د ژوند د منظم عادت برخه وګرځول شي.
هغې د عضلاتو او هډوکو اړوند دوامدار درد د درملنې لپاره ورزش، ادراکي او چلندي رواني درملنه، او د منلو او ژمنتیا پر بنسټ رواني درملنه مهمه بللې ده. په دې لارو د عصبي سیستم پر هغه بهیر اغېز کېدای شي چې انسان د درد احساس پرې کوي. خو دا په هېڅ ډول معنا نه لري چې درد یوازې د ذهن وهم دی.
متخصصانو زیاته کړې چې خوب، سګرېټ څکول، وزن او احساساتي حالت هم د درد پر شدت اغېز لرلی شي؛ نو د درملنې پر مهال باید دغو عواملو ته هم پام وشي.
د دوی په وینا، د درملنې موخه باید یوازې د درد بشپړ له منځه وړل نه وي، بلکې د ناروغ د خوځښت، د ژوند د کیفیت، ورځنیو فعالیتونو او د کار کولو د وړتیا ښه کول هم ورته مهم دي.