د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه اسلام اومذهب

د قرآن پر مردسالار تفسیر د مفسرې آمنې ودود انتقاد

انځور پاڼه
د «سورت يوسف تفسير او پندونه» کتاب معرفي
 هارون سمون
له قرآنه ښځینه فهم څه دی؟ دا هغه پوښتنه ده، چې په دودیزو- دیني ټولنو کې لا ښځې نه دي توانېدلي پر تفسیر او تشریح یې کار وکړي، په دې لیکنه کې د قرآن د متن په اړه د آمنې ودود نظریاتو ته یوه عمومي کتنه شوې ده.
لنډه پېژندنه:
آمنه ودود افریقايي‌الاصله امریکایۍ مفکره ده. نوموړې په ۱۹۵۲ م کال کې زېږېدلې ده او په اسلامي مطالعاتو کې له میشیګان پوهنتون څخه دوکتورا لري. نوموړې د عربي ژبې او فلسفې د زده‏ کړې لپاره د مصر په قاهرې او الازهر پوهنتونونو کې هم زده‏ کړه کړې دي. د امریکا د متحدو ایالتونو په وېرجنیا پوهنتون او د مالیزیا اسلامي پوهنتون کې یې اسلامیات تدریس کړي دي. په شل کلنۍ کې یې اسلام ته توجو واوښته، له یو لړ مطالعاتو وروسته یې اسلام ومانه او خپل نوم یې له مریم ټسلی څخه آمنه ودود ته بدل کړ.
د ښځو په اړه د آمنې ودود د تفسیر عمومي استخراج: 
اسلامي مفکرې او مفسرې آمنې ودود په ​​قرآن کې د ښځو په اړه متمرکز فکر کړی دی او دې نتیجې ته رسېدلې ده، چې د قرآن په روح کې ښځه او نر له یو بل څخه نه متمایېزېږي، یانې د قرآن په روح کې نر او ښځه توپیر نه لري. قرآن او ښځه/ د یوې ښځې له لیده د مقدس متن لوستنه د هغه مشهور اثر دی، په دې اثر کې آغلې ودود د قرآن پر نرواکه/ مردسالاره تفسیر انتقاد کړی دی، د ودود په نظر په نرواکه ټولنه کې د قرآن تفسیر د دې لامل شوی دی، چې د ښځې پر ضد تصورات ورڅخه راڅرګند شي او په ټولنو کې عام ذهنیت تسخیر کړي.
د قرآن کريم د سمې پوهېدنې لپاره هغه له هرمونیتکي نظرياتو او مېتود استقاده کوي او هڅه کوي له قرآنه سم فهم حاصل او وړاندې کړي. ودود وايي چې قرآن د عربستان د پخوانۍ ټولنې د حالاتو ځواب و، داسې یو ځواب چې اخلاقي، مذهبي، ټولنیز مسایل پکې شاملېږي او د ځانګړو مسلو او ځانګړو شرایطو په درلودلو سره ورکول کیږي. د دې خبرو ساده مانا دا ده، چې قرآن کریم د عربستان د پخوانۍ ټولنې د حالاتو مطابق مسایل حل او فصل کړي دي.
د ودود دا خبره دا مانا لري، چې ډېری قرآني مسایل د عربستان په پخوانۍ ټولنې پورې اړوندېږي، هغه ادعا کوي چې ډېری دیني مناسک او عبادتونه استثنا دي، چې بدلون نه شي کولی او باید تابعت ورڅخه وشي، د قرآن نورې برخې عامې دي او تقلید ته اړتیا نه لري. د قرآن دا برخې د سعودي عربستان د هغه وخت په شرایطو پورې اړوندېږي.
ودود ادعا کوي چې د قرآن د عمومي لارښوونو د دوام لپاره، په سیاسي، ټولنیزو او اخلاقي برخو کې باید له نني عصره د هغه وخت د ځانګړو تاریخي یا کلتوري مسلو ترمنځ توپیر وشي، چې قرآن کریم پکې رانازل شوی دی. دا ناممکنه ده، چې د هغه وخت په تاریخي بېستر کې د اسلام د پیل قوانین په اوسنۍ موډرنه نړۍ کې تطبیق شي. په بله مانا د اسلام د پیل ډېری قوانین په اوسنۍ نړۍ کې د تطبیق وړ نه دي. پر دې اساس ودود د دين په نوم د ښځو پر وړاندې ظلمونه له قرآنه د ناسم پوهاوي له امله ګڼي.
هغه په ​​دې باور ده، چې قرآن په داسې وخت کې نازل شوی چې  د سعودي پر ټولنه په بشپر ډول جهل حاکم و، آن تر دې چې دوی خپلې لوڼې ژوندۍ خښولې، مانا ښځې په ټولنه کې ځای نه درلود، ښځه شرم او عار ګڼل کېده، نو ویلی شو، په کومه ټولنه کې چې ښځه ځای ونه لري، ښځه شرم او عار وبلل شي، طبیعي ده، چې هغه ټولنه د قرآن دا آیت نه منلی او نه تفسیرولی شي، چې ښځه او نر سره مساوي دي.
د قرآن دا مفسره وايي، چې د قرآن ځینو تفسیرونو قرآن او اسلام ته ستر زیان رسولی دی؛ ځکه چې د دوی لخوا د ځانګړو ستونزو لپاره قرآني حلونه د عمومي اصولو په توګه تشریح شوي دي او خلک فکر کوي، چې ګواکي د ا دین اصول دي، په دې مانا ځینو مفسرینو د ښځو په اړه خپل مردسالارانه  لیدلوري په قراني تقسیر کې ورشامل کړي دي او خلکو د دیني اصولو په توګه منلي دي.
هغه ټینګار کوي که چیرې مونږ په ابتدایي اسلامي ټولنه کې د قرآن لارښوونو ته یوازې د مستقیم تقلید په سترګه وګورو نو له قرآن سره مو ظلم کړی دی. ځکه چې داسې ټولنه نشته چې بشپړه له بلې ټولنې سره ورته وي. په بل عبارت، هیڅ ټولنه د بلې ټولنې نقل نه ګڼل کیږي. قرآن هيڅکله له انسانانو څخه دا غوښتنه نه ده کړې؛ بلکې د قرآن موخه مهم کلیدي اصول لکه عدالت، اخلاقي مساوات او معنویات دي. د قرآن وروستۍ موخه دا ده چې دې مسايلو ته پام وکړي، نه يوازې د ابتدايي اسلامي ټولنې تقليد. یانې په اخلاقي، عدالتي او معنوي مسایلو کې د قرآن تلیقد او طابعت پکار دی، نه په هغو ابتدایي مسایلو کې، چې د سعودي عرب د پخوانۍ جاهلې ټولنې دپاره رانازل شوي دي.
د ودود ټینګار دا دی چې د هر متن د پوهیدو لپاره باید د ژبې او کلتور شرایط په پام کې ونیول شي چې متن پکې لیکل شوی. قرآن هم باید د دې ادعا له امله کافي انعطاف منونکی وي، ترڅو د ټولو مومنانو لپاره ګټور تمام شي او له مختلفو کلتوري شرایطو سره سازګاري وکړلی شي. له همدې امله په یوه پېړۍ پورې د قرآن کريم داسې محدودول چې د هغه پېړۍ قوانین په اوسنۍ زمانه کې پلي شي، د قرآن او اسلام له نړيوال هدف سره په ټکر کې ده. د قرآن نړیوالتوب پدې کې دی، چې د ټولې نړۍ د انسانانو لپاره راغلی دی، نه دا چې د قرآن په نوم د عربي پخوانۍ جاهلې ټولنې ابتدایي اصول په نوره نړۍ کې تطبیق شي، د عربي ټولنې دپاره چې قرآن کوم اصول راوړي دي، د همغه جاهلې ټولنې دپاره مناسب دي په اوسنۍ نړۍ کې د تطبیق وړ ندي، په اوسنۍ معاصره مسلمانه نړۍ کې چې انسانان د ښځو حقونه پېژني د عربي پخوانۍ جاهلې ټولنې اصول هېڅکله پر ځان نشي تطبیقولی، د قرآن دا اصول د هغه ټولنې دپاره دي، پدې چې په اوسنۍ نړۍ کې د تطبیق وړ نه دي. د قرآن کریم نور مسایل له عقیدتي مسایل عبادتي مسایل د نړیوالتوب خاصیت لري او د ټولنو مومنانو دپاره مناسب دي.
د مثال په ډول د قرانکریم د څو آیتونو په اړه د آغلې ودود لیدلوری:
آغلې ودود پدې منتقدانه لیدلوري، چې ګواکي په قرآن کې د ښځې او نر ترمنځ توپیر نشته دی، ځینې آیتونه یې له سره تفسیر کړل، د بېلګې په توګه د البقرې د ۲۸۲ آيت په اړه چې د نارينه او ښځو د شهادت په اړه دی، د يوه سړي پر وړاندې یې د دوو ښځينه شاهدانو خبره کړې ده، ودود وايي چې دلته هم د نارينه او ښځې توپير نشته. د سعودي ټولنې د کلتوري جوړښت له مخې ١٤٠٠ کاله وړاندې قرآن ويلي وو چې په هغې ټولنه کې چې قرآن نازل شوى، ښځو هېڅ ارزښت نه دردلو دا خو ډېره سخته وه، چې شاهدي ورکړي. اوس قرآن د ښځې د قدر په خاطر ويلي دي چې د دې لپاره چې ښځه په اسانۍ سره شاهدي ورکړي او هيڅوک پرې اغېز ونه کړي، بله ښځه بايد ورسره وي. ځکه چې ښځه په هغه ټولنه کې بې سرپرسته ده، بله ښځه د هغې د اعتبار لپاره راځي. د اوسنۍ ټولنې په کانټېکسټ کې چې یوه ښځه محفوظه وي، حکومتي سیستم وي، په تنها ډول شاهدي ورکولی شي، لازمه نده، بله ښځه د امنیت لپاره محکمې ته ورسره لاړه شي، یا د دې په خاطر چې پر شاهدي ورکوونکې ښځه څوک اغېز ونکړي.
د میراث مسله کې هغه په ​​​​دې باور ده، چې قرانکریم د میراث په اړه مختلفې برخې وړاندې کړې دي. دا چې ویل کېږي، ښځه د نارینه نیمایي میراث وړي د قرآن یوازینی طرز نه دی. هغه همدارنګه ټینګار کوي چې د میراث ویش باید عادلانه وي او د ملکیت خاوندان کولای شي د خپلو ملکیتونو پوره برخه ورکړي.
ودود د ماشوم د روزنې مسله کې په دې باور ده، چې ماشومانو پالنه او روزنه یوازې د ښځو دنده نه ده او دا ډول چلند له اسلامه د استنباط وړ نه دی. د حکومتدارۍ په برخه کې د بلقیس حکمرانۍ ته په کتو په ​​​​دې باور ده، چې دا یو مطلوب حکومت دی او د قرآن لخوا تصویب شوی. مانا ښځه حکمرانه کېدی شي.
د آغلې ودود په خبره، قرآن د عمومي اخلاقي لارښوونو لړۍ بیان کړې ده، دا لارښوونې په داسې وخت کې نازلې شوې چې عربانو د ښځو په اړه ناسم تصور درلود. د عربو دغه ناسم تصور د دې لامل شوی، چې قرآن په داسې ډول ځینې اصول بیان کړي، چې الفاظ يې ورو ورو د پيغام په رسولو کې اغېزمن وي، خو که موږ د قرآن د پيغام اصلي هدف او پیغام ته پام وکړو، تر اوسني وخت پورې هم پراخېدای شي او د ښځو او نارينه وو تر منځ برابري په ګوته کېدای او ثابتېدای شي.