د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

د طالبانو رسمیت، اوس د واشنګټن نوبت دی| عزت‌الله شمسزی

انځور پاڼه
د طالبانو رسمیت، اوس د واشنګټن نوبت دی| عزت‌الله شمسزی

دا درې کاله، د نړۍ هېوادونه په یوه حساس انتخاب کې بند پاتې وو. خو تېره اوونۍ روسیې تر درې کلن احتیاط وروسته د نړۍ په حساس توازن کې درز پیدا کړ او د طالبانو رسمیت پيژندلو ته یې دروازه پرانېسته. د روسیې له دغه اقدام سره، د “هیڅ هېواد طالبانو ته رسمیت نه دی ورکړی” جملې خپل اعتبار له لاسه ورکړ. اوس ښایي معادله بدله شي.

له نښو نښانو داسې ښکاري چې امریکا ښایي دویم ستر هېواد وي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني. دا که رسمي تعامل یا حتی مشروط رسمیت وي، خو زما وړاندوینه داده چې دا کار ښایي په نږدې راتلونکې وشي.  دلیل یې دادی چې د ۲۰۲۵ د جولای په ۳مه، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت رسمي اعلان وکړ چې د طالبانو له لوري معرفي شوی سفیر یې منلی، او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دولتي کچې تعامل پیل وباله. دا اقدام یوازې یو دیپلوماتیک تعامل نه، بلکې د “de jure recognition” — یعنې رسمي حقوقي رسمیت — روښانه بېلګه ګڼل کېږي.

تر دې وړاندې، ګڼ هېوادونه لکه چین، ایران، قطر، پاکستان او متحده عربي اماراتو، له طالبانو سره پراخ تعامل درلود، سفارتونه‌یې فعال وو، خو رسمیت‌یې نه و اعلان کړی. دا ډول تعاملاتو ته په نړیوال حقوقي اصطلاح کې de facto رسمیت ویل کېږي، یعنې “عملي پیژندنه”، خو نه “حقوقي”. روسیه تر دې کرښې واوښته او طالبان یې د افغانستان د قانوني دولت په توګه وپېژندل — که څه هم د بشري حقونو له نظره دا تصمیم د نیوکو وړ دی.، خو دا کار وشو او هغه حساس توازن کې درز پيدا شو.

امریکا لپاره اوس دا پوښتنه مطرح ده: دا هیواد به کله او څنګه له دې سیاسي واقعیت سره تعامل کوي؟ تر ټولو طبیعي، معقوله، او د شواهدو پر بنسټ تمه دا ده چې امریکا به دویم رسمي هېواد وي چې طالبان ومني — خو نه د ستاینې، بلکې د حساب‌ورکونې، فشار، او سیمه‌ییز نفوذ د تداوم لپاره. واشنګټن له طالبانو سره په دوامداره توګه محدود تعامل درلود: د بشري مرستو، ترهګرۍ ضد همکاریو، او قونسلګرۍ په کچه. خو د نړیوالې سیالۍ په دې فضا کې، دغه نیمګړی تعامل نور نشي پاتې کېدلی. که روسیه طالبان پېژني، او چین ورسره د اقتصادي دهلېزونو هوکړې کوي، نو د امریکې مخې ته هم پرته له شین کارټ نه بل کارټ نه پاتې کېږي.

امریکا نشي کولی دا سټراټیژیک میدان نورو ته پرېږدي. طالبان که د امریکا متحد نه دي، خو هغوی ته شا کول دا مانا لري چې سیمه‌ییز کنټرول چین، روس، او ایران ته وسپاري. واشنګټن دا تجربه لري چې “مشروط رسمیت” څنګه کار کوي. دا تګلاره یې د مصر، سعودي عربستان، او حتی ویتنام سره هم تجربه کړې. دا رسمیت د دې مانا نه لري چې امریکا له طالبانو سره ارزښتونه شریکوي، بلکې دا مانا لري چې هغه تعامل ته رسمي بڼه ورکوي چې لا له وړاندې غیر رسمي روان دی. تعامل د اصولو له لارې کنټرولېږي، خو رسمیت ورته د حساب ورکولو حقوقي چوکاټ برابروي.

امریکا له داعش سره د مبارزې او ایران سره پر دښمنۍ  سربېره یوه بله موخه هم لري چې د وتلو د شرم سیاسي جبران دی. د ۲۰۲۱ د اګست نه  وروسته، امریکا دننه او بهر له نیوکو سره مخ شوه چې ولې یې داسې نامسوولانه له افغانستان پوځونه وویستل . اوس که طالبان منزوي پاتې نه شي، او نړیوال مشروعیت له نورو لارو ترلاسه کړي، دا به د امریکا لپاره یوه بله ماته ګڼل کېږي. خو که امریکا د شرایطو جوړوونکې برخه وګرځي، نو کولی شي ووایي: “موږ طالبانو ته رسمیت نه، بلکې چوکاټ ورکړی، موږ اصلاحاتو ته زمینه برابره کړه، نه دا چې تسلیم شو.”

په دې ټولو دلایلو کې یوه خبره ګډه ده: دا رسمیت به مشروعیت نه وي، دا به تائید نه وي، دا به یو سټراټیژیک تعامل وي — د محاسبې، نه د باور پر بنسټ. د رسمیت دا ډول، ممکن د یو تفاهم‌لیک، مشروط تړون، یا حتی د قونسلګریو د بیا فعالېدو په بڼه را څرګند شي. خو دا به د تېرو تعاملاتو یو نوی پړاو وي، چې هدف یې یوازې د طالبانو پیژندنه نه، بلکې د نفوذ او فشار ساتل دي.

وخت به ښيي چې امریکا به کله دا پریکړه عملي کوي، خو له هغه وروسته چې روسیې دا دروازه پرانستله، دا تصمیم نور یوازې اخلاقي بحث نه دی — دا یو ستراتیژیک ضرورت ګرځېدلی. او که دغه ضرورت د تعامل بڼه غوره کړي، نو تاریخ به ولیکي: امریکا دویم هېواد و چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل.