د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه تاريخي ليکنې

د شېرشاه سوري د وفات ۴۸۱ کلونه پوره شوه

انځور پاڼه
د شېرشاه سوري د وفات ۴۸۱ کلونه پوره شوه

نن د مې میاشتې ۲۲ مه په هند کې د افغان پښتون امپراتور شېرشاه سوري ۴۸۱ تلین دی. شير شاه سورې، چې له ۱۵۴۰ تر ۱۵۴۵، پورې په هندوستان کې پاچا و، د ۱۵۴۵ د مې په همدې ورځ وفات شو.

فرید خان شېرشاه سوري ته د هند خلکو د سلطان العادل لقب ورکړی او هغه یوازینی پښتون و چې په مرګ یې د هند لوی واړه او د هر مذهب خلکو ژړلي.

دغه ځیرک ستراتیژیست امپراتور په هند کې داسې اقتصادي ـ نظامي  قوانین او سیسټمونه وضع کړل چې حتی اوس هم ترې اقتباسونه شته.

د هند روپۍ او پوستي سیستم همدغه پښتون امپراتور په خپله پنځه کلنه واکمنۍ (۱۵۴۰ -۱۵۴۵) کې رامنځته کړ، په هند کې یې د شیرګړ په نوم د وخت موډرن ښار ودان کړ او د اوومې پیړۍ پاتالي پوترا کنډر شړی ښار یې د پټنه په نوم بیرته له سره ورغاوه.

دغه افغان اتل په هند کې کلداره روپۍ جوړه کړه چې اوس هم په ځينو اسيايي او افريقايي هيوادو کې دنغدو پيسو په توګه لکه اوسني هندوستان، پاکستان بنګلديش سريلانکا نيپال کې چليږي.

دوهم يې د دولت له بوديجي څخه خوارو او غريبو ته بنسټ جوړ کړ. چې وروسته اروپايانو هند ته د تګ په مهال دې سیستم ته پام شو او همدغه سيستم یې اروپا او امريکا ته ولېږ داوه

همایون دغه ستر پښتون ته د استاد البادشاهان خطاب کاوه.

خوشال بابا د شېرشاه په یاد کې وایي:

د بهلول او د شیرشاه خبرې اورم

چې په هند کې پښتانه وو بادشاهان

شپږ اوه پیړۍ یې داسې بادشاهي وه

چې په دوی پورې درست خلک وو حیران

ـــ

و مغلو ته به داسې کار ښکاره کړم

چې راضي راڅخه روح د فرید خان شي

شېرشاه لومړې د مغولو په لښکر کې يو سرتېری و، وروسته د پوځ مشري وروسپارل شوه او بيا د هند په بيهار ولايت کې والي شو. په ۱۵۳۷ ز کال کې چې کله مغول پاچا همايون په سفر وتلی و، نو شېرشاه سوري بنګال تر خپلې ولکې لاندې راوست او په همدې توګه يې په شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې د هند د سوري امپراتورۍ بنسټ کېښوده او خپل پايتخت یې ډیلي اعلان کړ.