د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه اسلام اومذهب

د «دیني عالم» مفهوم غلط دی | هارون سمون

انځور پاڼه
د «دیني عالم» مفهوم غلط دی | هارون سمون
په دین کې دننه مسایل څېړل علم نه دی. د دین اصلي متن قرآن دی، قرآن له انساني علم سره فرق لري، مانا قرآن علم نه دی، د خدای کلام دی، وحیې ده. ملا د دیني متن حافظ دی، ځکه عالم نه دی. په دین کې دننه زده کړې کول علم نه دی. د دین په اړه زده کړې کول علم دی. مثلاً موږ دیني ټولنپوهنه وایو، دا یو علمي مضمون دی. یو بل ساده مثال درکوم، شعر او نثر ادبیات دي، ادبیات علم نه دی، خو د ادبیانو په اړه زده کړې کول علم دی، مانا ادبپوهنه علم دی.
دین د انساني ټولنې دپاره راغلی دی، موږ ګورو چې ملا دین د ټولنې په خیر نه شي تفسیر او تعبیرولی. معاصره نړۍ کې عالم هغه څوک دی، چې ټولنپوهنه، تاریخ، فلسفه، ادبیاتو، سیاست او د بشري علومو نورو څانګو کې ښه ژوره مطالعه ولري او له دین داسې مسایل استخراج کړي، چې د معاصرې ټولنې دپاره ګټور تمام شي. لکه امام ابو حنیفه چې د وخت عالم تېر شوی او دین یې داسې تعبیر او تفسیر کړی، چې د هغه وخت د خلکو په درد وخوري، نوموړي به آن له بې دینانو سره منطقي بحثونه کول؛ خو د امام ابو حنیفه اکثریت فقهي مسایل په معاصره ټولنه کې کاربرد نه لري.
دا چې حنفي فقه ولې په معاصر ژوند کې کاربرد نه لري مثال: قدري کې راځي، که موږک څاه کې ولوېد څلوېښت ډولچې اوبه به راباسې، ترڅو اوبه پاکې شي، چوغکه چې ولوېده، دېرش به راباسې، دغسې بحث موجود دی؛ اوس زه دې مسلې ته اړتیا نه لرم؛ ځکه اول خو پرمختللو ټولنو کې څاګان نشته، اوبه نل لیکو کې کور ته درځي؛ بل احیاناً که موږک څاه کې ولوېږي، د جنراتور په واسطه د اوبو ماهۍ څاه ته ورکوزوم، څو دقیقو کې د څاه اوبوه وچوم، هېڅ اړتیا نه لرم، چې دا زده کړم، چې موږک، کارغه، چوغکه څاه کې ولوېږي، د ډولچو ترتیب او حساب څه ډول دی.
په اوسني وخت کې معاصرو مفقهینو ته اړتیا ده، چې مختلفو څانګو کې ژوره مطالعه ولري او له دین له اوسنۍ زمانې سره مناسب مسایل استخراج کړي. لکه وحیدالدین خان.
څوک چې له معاصرې ټولنې علمي فهم ونلري د فتوا خق نلري، ملا له معاصرې ټولنې علمي معرفت نلري، ځکه د فتوا حق نلري، که یو څوک له معاصرې ټولنې علمي فهم ولري؛  د دین ترڅنګ یې ټولنپوهنه، سیاست، حقوق، فلسفه، ژبپوهنه او ادبیات یې لوستي وي، هغه بیا ملا نه بلکې عالم دی، دغسې شخص که فتوا ورکوي، طبیعي ده، چې فتوا به یې د انساني ژوند د ښېګڼې دپاره وي، نه د مل په څېر د شر او فساد د خپرولو دپاره.
ملا هېڅکله عالم ندی، په افغانستان کې د عالم له نوم سره د عامو خلکو په ذهن کې دیني تصور تداعي کېږي، یانې کله چې د عالم کلمه اورېدل کېږي، دیني عالم د خلکو ذهن ته ورځي. پداسې حال کې چې دیني عالم نشته دی، ځکه چې دین علم ندی، اصلي متن یې د خدای کلام دی. که دین علم وبولو نعوذبالله قرآن انساني کتاب دی.
پاتې شوه، د مفسرینو مسله، تفسیر دین ندی، د تاریخ په مختلفو مقطعو یا پراډایمونو کې د انساناتو رایه او نظر دی، چې له دین یې استخراج کړی دی.
دغه استخراج پخوانی دی، د معاصرې نړۍ په کانټېکسټ کې باید د قرآن له متن نوی استخراج وشي، هغه هم هغه څوک باید استخراج او تفسیر وکړي، چې د دیني مطالعاتو ترڅنګ یې قانونپوهنه، سیاست او ټولنپوهنه کې ژور مطالعات او څېړنې کړې وي. ملا د دیني مسلې د بیانولو حق بېخي نه لري، ځکه ملا د معاصرې دنیا له ژوند ماورا ژوند غواړي. که د ټولې اسلامۍ نړۍ واګې د افغانستان ملایانو ته وسپارل شي ټوله اسلامۍ نړۍ به د تورو تیارو کندې ته ولوېږي.