د تاند د ۱۷مې کليزې په وياړ | زلمی شهباز

د تاند پر با اعتباره، ښکلې او زما د خوښې انټرنېټي پاڼې مې دا ځل دې ته ور پام شو، چې تاند وېبپاڼه ۱۷ کلنه شوه؛ “له نن څخه ۱۷ کاله پخوا، د ۲۰۰۷ د جولای په ۷ مه نېټه تاند ویبپاڼه تاسیسس شوه.”
په دې اړه په مطلب کې وړاندې د دې وېبپاڼې خپرنیز اوولس کلن میزل ته اشاره شوې او کښلي یې: “په تېرو ۱۷ کلونو کې تاند د زرګونو خبرونو او معلوماتي مطالبو ترڅنګ د ښو لیکوالو زرګونه لیکنې (ادبي، سیاسي او نورې) خپرې کړې او په دې ډول یې د انترنیټ په دنیا کې د خپلې ژبې او کلتور په وده او خپراوي کې مرسته کړې ده.”
همدا راز زياتوي: “تاند د خبري موضوعاتو ترڅنګ هڅه کړې چې د روغتیا او ساینس په ډګرونو کې تر خپله وسه له وروستیو پرمختګونو خپل لوستونکي خبر کړي.”
د تاند له خوا د ماشومانو د روغتيا، روزنې، ادبياتو او اړوند نورو مسئلو په اړه هم خپرونو ته اشاره شوې او کښلي یې: “پر دې سربېره تاند د ماشومانو لپاره نسبتاً غني ویبپاڼه لري چې ښايي په پښتو ژبه د ماشوم د ادبیاتو، روزنې او پالنې په اړه د مطالبو دومره لویه پانګه بل ځای ونه موندلی شو.”
تاند په پای کې د خپلو همکارانو يادونه هم کړې ده.
که د تاند دې تازه، کره او بې پرې خپرونو ته پام وکړو، نو په دې لنډو مالوماتو کې به ناممکنه وي، چې په داسې اسانۍ دې د افغان ولس او هېواد لپاره د دې وېبپاڼې چوپړ، راونغښتل شي؛ په دغه حق کې به له زموږ ظلم شوی وي او ډېر څه به رانه پاتې وي!
که پام وکړو نو په رښتيا چې په پورته يادو برخو او ډګرونو کې تاند وېبپاڼې ډېرې خپرونې کړې او د ساينس، روغتيا او تکنالوژۍ په ډګر کې يې د پرمختګ تر څنګ له هرې سياسي او اقتصادي پېښې ولس له هر پرمختګ او لاسته راوړنو په خپل وخت خبر کړی دی.
دا چې اوس د فکري مبارزې وخت دی او د افغانانو لپاره فکري روزنه او د هغوی فکري رغونه او روزنه ډېره اړينه ده، داسې لکه د ژوندانه لپاره چې اوبه او خواړه اړين دي، نو په دغه اوولس کلن میزل کې تاند په دې اړه تر هر چا او له هرې بلې رسنۍ ډېر خدمت او کار کړی دی.
موږ په تاند کې د افغانستان لپاره د نړيوال ژورنالېزم پر معيارونو برابر ټولنيز، سياسي او اقتصادي مطالب او خبرونه لولو.
تاند تل هڅه کوي، چې د افغانانو تاريخي او قسم خوړلي دښمنان رسوا او د هغوی د ناوړو موخو شوم پلانونه ولس ته روښانه کړي، هر کله چې د ملي ارزښتونو خبره راپورته شوې، نو تاند يې په اړه وضاخت وړاندې کړی او د ملي ارزښتونو ننګه يې کړې ده.
زه په تېرو څو کالو کې دې ته متوجې شوی يم، چې د سياسي، ټولنيزو او اقتصادي مسايلو په باب، تاند په خپل وخت ډېرې دقيقې او اصلي مرجع ګانې را پلټلې او د دې مرجع ګانو پر بنسټ يې د پېښو ژورې راسپړلې دي؛
د کلتور او ژبې په برخه کې د تاند خدمتونه د ستاينې دي او د افغانانو اصلي کلتور او تاريخ ته يې خپل لوستونکي متوجې کړي دي.
په کره او سوچه پښتو خپرونې نن ستونزمنه خبره ده، دا کار ډېر وتلي ژورنالېستان او ليکوالان هم نه شي کولی، خو د تاند ژبه کې هم سوچه والی دی او هم نوښت او پرمختګ، زه د نږدې ټولو رسنيوو پر متنونو او ژبدود نيوکې کوم، ځکه د پښتو ژبې ګرامري ستونزې لري او ډېرې پياوړې، مشهورې او مخکښې رسنۍ هم د پښتو ژبې ليکدود ناسم کاروي او آن ښځينه او نارينه ضميرونه په خپل ځای نه شي کارولی، خو تاند په دې کې مخکښ دی!
بيا هم وايم، چې د تاند ژبه سوچه، نقل قول يې کره او مالومات يې ارزښتمن دي.
د تاند خبرونه او مطالب د ورځپاڼو ليکنو، مجلو او کتابونو لپاره مهم مواد دي.
ما خپله د ورځپاڼې د سرليکنو او نورو ليکنو لپاره د تاند پر خبرونو او مالوماتو تکیه کوله او دا نه يوازې کره او تازه مالومات دي، بلکې دقيق او رښتياني مالومات هم دي.
زه د تاند د دې ۱۷ مې کليزې مبارکي وايم او د لوی خدایﷻ له درباره هيله کوم، چې تاند دې تل تاند او ځلېدونکی وي، چې ولس ورته ډېره اړتيا لري!
کتنې۰