د احمدظاهر د وروستۍ سلګۍ خبره؛ پاچا چی میکنی؟

عبدالرووف لیوال
د سیدمحبوب الله پاچا دا مرکه د احمدظاهر د مړینې د پیښې ریښتونی لړ څرګندوي.
هغه خپل ځان داسې معرفی کوي:
سیدمحبوب الله پاچا، د سیدعاشق الله پاچا زوی او د سیدلالا پاچا لمسی
د لغمان اوسیدونکی، د مور له خوا محمدزی، د نامتو کمپوزیتور فضل احمد ذکریا نینواز د ترور زوی (سردار فیض محمد خان ذکریا د نادرشاه د معارف وزیر د ده ماماکیږی) له حبیبیې لیسې فارغ او په هغه وخت کې یې د باندینیو چارو وزارت کې دنده درلوده .
هغه وایی چې له کوچنیواللي یې له احمدظاهر سره انډیوالي او خپلوي درلوده [د ده خور د احمد ظاهر د ورور(آصف ظاهر) ماندینه وه] ده تل له احمد ظاهر سره ناسته پاسته درلوده.
محبوب الله پاچا د هغې پیښې بهیر چې احمد ظاهر پکې مړ شو، شیبه په شیبه داسې بیانوي:
((زموږ کور په کارتې پروان او د احمد ظاهر کور د قوای مرکز په څلور لارې کې و – په هغه ورځ مې چې په اتو بجو خپله حاضری په خارجه وزارت کې لاسلیک کړه – د سهار اته نیمې بجې به وې چې له احمد ظاهر سره د هغه په مازدا موټر کې په چکر ووتو – لومړی مو د خیرخانې مېنې د نوي او لوی سړک نه دوې نجونې (شهناز او شکیلا) له ځان سره سپرې کړې او د قرغې خوا ته رهي شولو – له قرغې نه احمد ظاهر (برندی) مشروب واخیستل او ما ته یې چکسلواکي بیر، د قرغې بند په کیشتیو کې له سوریدو وروسته بیرته د ښار په لور راغلو – د باغ بالا له آریوب نندارې سره ما هغوی ته وویل چې وزارت کې کار لرم، خو هغوی وویل چې نه سالنګ ته ځو او نجونو هم ماته زارۍ وکړې چې هغوی سره د سالنګ چکر ووهو، کله چې د چاریکارو ښار ته ورسیدو – احمد ظاهر د کباب اخیستلو لپاره کوز شو او یوې نجلۍ ما ته یو څه برندي مشروب هم راکړل – کله چې سالنګ ته ورسیدو له یوه پول ګوټی او کګلیچ سره له مخې لوی موټر ناببره راښکاره شو، زه چې ګرم (نیشه) وم، د موټر جلو زما له کنتروله ووت او د غره له غټې ډبرې سره ونښت ـ په دې مهال احمد ظاهر چې زما شاته په سیټ کې ناست وو چیغه کړه چې [[پاچا چی میکنی]] شکیلا نومې نجلۍ زما څنګ (مخکې سیټ) او شهناز له احمد ظاهر سره په شاتني سیټ کې ناسته وه – زه بیهوشه شوم خو کله مې چې سترګې وغړولې د پروان په ملکی روغتون کې وم ـ هلته د احمدظاهر پلار، وروور او زما وړوکې خور هم راغلي ول – هغه زیاتوي چې پیښه درې بجې شاوخوا وشوه – زما پوښتۍ ماتې شوې وې له دې کبله یې زه د علی آباد روغتون ته لیږدولی وم، زه د احمد ظاهر له حال نه خبر نه وم خو کله چې یوه اونی وروسته له روغتون نه رخصت او کورته ولاړم خبر شوم چې احمد ظاهر مړ شوی دی.))
دا مرکه محبوب الله پاچا له بهار تلویزیون سره کړې ده.