
په کيسه کې کرکټر کښنه (ديارلسمه او وروستۍ برخه)
په کيسه کې کرکټر کښنه (ديارلسمه او وروستۍ برخه) / بصيرالحق عادل
پايله او وړانديزونه
کيسه ليکلو، اورېدلو او ويلو سره هر څوک مينه لري، خو د کيسه ليکلو وړتيا او مهارت بيا ځينې ځينې خلک لري.
دا ضرور نه ده چې هر څوک دې کيسه وليکي، مهمه دا ده چې د کيسه ليکلو په هنر ځان پوه کړو او هغه بېلابېل تخنيکونه چې کيسه تر برياليتوب رسوي بايد زده مو وي.
په کيسه کې تر ټولو مهم چې پام ورته وشي کرکټر لوبونه او کښنه ده، خو مخکې تر کرکټر کښنې، موضوع هم مهه ده چې بايد کيسه پرې وليکل شي.
په دغه لنډه څېړنيزه لړۍ کې موږ د کرکټر د پېژندنې سربېره د کرکټر په کښنه، ژبه، لهجه وپوهېدو. د افغان او نړۍ د کيسه ليکوالو لارښوونو ته تم شولو، د کرکټر درې مهمې خواوې، ظاهري، رواني او ټولنيز حالت سره اشنا شولو او بالاخره د يوې ښې کيسې د ليکلو په راز وپوهېدو.
د دغه موضوع تر څېړنې وروسته ځينې وړانديزونه هم لرم، هېله ده غور ورباندې وشي.
· د دغه موضوع په ليکلو او سپړلو کې تر ډېره بهرنيو ليکوالو کار کړی دی چې زموږ ځينو کيسه ليکوالو يې کتابونه پښتو کړي دي خو لا هم ډېر شيان په نوره نړۍ کې شته چې تر اوسه موږ په دغه برخه کې ترې نه يو خبر، ژباړونکو ته مې وړانديز دا دی چې د داستاني ادبياتو د پياوړتيا په خاطر دې په دغه برخه کې د نړيوالو کيسه ليکوالو اثار پښتو ته راوژباړي.
· زموږ کومو ليکوالو چې تحقيق کړی دی، په مجموع کې يې د کيسې په اړه ځغلنده خبرې کړي او يا يې ژباړلي دي، زما وړانديز کيسه ليکوالو او د کيسې په برخه کې محققينو ته دا دی چې په کيسه کې کرکټر تر ټولو مهم توکی دی، په دغه برخه کې دې هر اړخيزه څېړنه وکړي او د کتاب په بڼه دې ټولنې ته وړاندې کړي.
· پښتو ژبه کې مې ډېرې کيسې لوستي دي، له ځينو کيسو مې خوند اخيستی، ورته ژړلي مې دي، د ژوند تجربې مې ترې زده کړي دي، خو د ځينو کيسو په لوستلو پښېمانه شوی هم يم او پرته د وخت د ضايع کېدو هيڅ مفهوم او پېغام مې ترې نه دی اخيستی. زما وړانديز نويو کيسه ليکوالو ته دا دی چې لومړی دې ځان د کيسه ليکلو په تخنيکونو او باريکيو پوه کړي، بيا دې کيسه وليکي.
درنښت!
بصيرالحق عادل
۱۳۹۴ل /۱/۲۷
|
|






