د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل شعرونه

مينه





ستا مینه مې زړه کې زړه مې پاتې شو حسینه کې

عشق دې لیونې کړم زه په دې دنیا رنګینه کې

ټول په ننداره ئې سپوږمۍ او که ستورې وو

مینه مې ښکلې، ګلاب رنګ وه په سپینه کې

مینه پښتنه ده له هر چانه دا پښتو غواړي

مه بوله پښتون چې مینه پریږدي په ناورینه کې

مینه مې ده ځوانه لا تودیږي دا سړیږي نه

څو چې مزل وکړي د کابل په غرو واورینه کې

مینه مې وږمه شی د خیبر په پښتنو ګرځي

کله مې میلمه کړي سوات، تیرا درې سنګینه کې

کله مې په غوږ چې د خوشحال د تورې شرنګ شي بیا

جوش راشي خروش راشي زما په رګو وینه کې

ټوله مینه مینه شه (ضامن) زړه ته شیرینه شه

دوه ورځې میلمه یم دې فاني دنیا رنګینه کې

د شاعر نور شعرونه ←