د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سیدشاه خروټی شعرونه

د بنگړيو سوداگر



ټوله دنیاشوله خبره ډیرارمان به وکړي
بس یوه ته وې، ناخبره ډیر ارمان به وکړې

زیری دمرګ مي چي څوک دروړي بوږنیدلي به شي
که وې هر څومره زړوره ډیر ارمان به وکړې

درته ارزان دي دیدنونه کبر مه پرې کوه
اې د بنګړیو سوداګره ډیر ارمان به وکړې

زما شملې زما پښتو تاته زینت بخښلی
که درنه ولاړم پیښوره ډیر ارمان به وکړې

زه سیدشاه به ځنکدن کي ستا جفا یاده وم
لیلا ته وروړئ دا خبره ډیر ارمان به وکړې

قیامت خو پریږده په دنیا به هم ارمان کوې تل
ولي دي مور کړه مروره ډیر ارمان به وکړې

ماسیدشاه خو په سپوږمئ دتاګمان کړی وو
ورته به ناست وم تر سحره ډیر ارمان به وکړې
 

د شاعر نور شعرونه ←