د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سیدشاه خروټی شعرونه

پښتو



څومره خوږه ده څومره ښکلې پښتو
هیڅ چـــــــــــــا هم نه ده نازولې پښتو

چاویل چې ژبه د  د ربار ده بلــــــــــــه
هم یې له کوره ده ایستلې پښتــــــــــو

خپلو بچیانو ترینــــــــه لاس واخيستو
څومره په زړه به وي داغــــــــلې پښتو

فکـــــــــر کوم چې د زمرو ژبـــــــــــــــه ده
ځکه، هر چا نده زغمــــــــــــــــلي پښتو

دمور په شان د راته ګرانه ځــــــــــــــکه
ما په زانګــــــــــــو کې اورېدلې پښتو

زه سیدشاه به نور څــــــــــــــــــه نه وایمه
اوس په خبرو ده راغــــــــــــــــــلې پښتو
 

د شاعر نور شعرونه ←