د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلې ل. جان شجاع شعرونه

ريبار

ريبار

ډېر دی زورېدلی دا زړګی نور کړېدلی نشي
دی نادان هغه بې پروا جانان هېرولی نشي

غمجنه څېر ه، نمجنې سترګې مې کتاب وګرځېد
خو جانان مې دی نا پو چې دا کتاب لوستلی نشي

سترګې مې هم کړی ورته ستومانه د راتلو په ﻻر کی
حاصل ئ شوی اوښکی نور دی ﻻری ته کتلی نشی

چی زما د اوښکو په جرګه ئ څه پروا ونکړه
وېللو څه پاتی نشول ، خوله می څه وېلی نشی

ستم ئ راته پښو ﻻسو کی زولنې واچولی
ژوند شو راته د کړونو ډک، تيريدلی نشی

اوس به کړم ورته ريبار د قلم څوکه چی پو ئ کړی
ای په ځان مغروره، "جان" بی له تا صبريدلی نشی

10.08.2004


 

د شاعر نور شعرونه ←